د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ترهګرۍ ضد ملګرتیا دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126746-د_تهران_او_اسلام_آباد_ترمنځ_د_ترهګرۍ_ضد_ملګرتیا_دوام_لري
د پاکستان دفاع وزیر د خپل هېواد او د ایران د اسلامي جمهوریت پر دوستانه اړیکو په ټینګار سره وویل له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو اړیکې دوام لري. ============
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2023 10:11 Asia/Kabul
  • د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ترهګرۍ ضد ملګرتیا دوام لري

د پاکستان دفاع وزیر د خپل هېواد او د ایران د اسلامي جمهوریت پر دوستانه اړیکو په ټینګار سره وویل له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو اړیکې دوام لري. ============

د ایرنا د راپور له مخې، خواجه محمد آصف پرون دوشنبه په اسلام آباد کې له افغانستان سره د پاکستان په پولو کې د ترهه ګرۍ ننګونې او د افغانستان له خاورې د ترهګرو عناصرو د استفادې په اړه زیاته کړه: پاکستان به د ایران او افغانستان ترڅنګ هېڅکله هم په خپله خاوره کې د ګاونډیانو پر ضد د ترهګرو د حملو اجازه ورنکړي.

د پاکستان دفاع وزیر ټیګار وکړ: اسلام آباد له تهران سره په اړیکه کې دی او موږ به ناوړه کسانو او ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې د یو بل د هېوادونو او خلکو په وړاندې خطر رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو وزارت ویاندې تېره اونۍ د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپل هېواد د اړیکو په ارزښت باندې په ټینګار سره وویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ ارتباطي چینلونه فعال دي او اجازه نه ورکوو چې د پاکستان خاوره د ایران پر ضد وکارول شي.

څه موده وړاندې په پاکستان کې د ایران  اسلامی جمهوریت سفارت په یوه پیغام کې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د تېرې اونۍ په ترهګریز برید کې د څلورو پاکستاني پوځیانو په وژل کېدو د خواشینۍ په څرګندولو سره اعلان وکړ: ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ درد دی.