د افغانستان په کونړ کې جنګي جېټ الوتکو ګزمې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179740-د_افغانستان_په_کونړ_کې_جنګي_جېټ_الوتکو_ګزمې_کړي_دي
سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پکتیا په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې طالب او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې او شېبه مخکې پای ته رسېدلې ده.
(last modified 2026-10-11T07:09:31+00:00 )
Oct 11, 2026 11:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان په کونړ کې جنګي جېټ الوتکو ګزمې کړي دي

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پکتیا په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې طالب او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې او شېبه مخکې پای ته رسېدلې ده.

زمونږ خبریال د افغان رسندویو له قوله  راپور راکړی،  سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې جنګي جېټ الوتکې د افغانستان د کونړ فضا ته ننوتې او د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې ګزمې کوي.

سرچینو بیګا وویل چې طالبان پر جنګي جېټ الوتکو ډزې کړې دي.

د سرچینو په خبره، د کابل پر فضا هم نامعلومې بې پیلوټه الوتکې ګرځي خو ویلې یې نه دې چې چا پورې اړوند دي.

له بلې خوا سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پکتیا په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې طالب او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې او شېبه مخکې پای ته رسېدلې ده.

تر اوسه په دې نښته کې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه شته.