-
طالبان باید د افغان حکومت په چوکاټ کې مدغم شي
Jun 22, 2021 10:11د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چي په ټول افغانستان ولکه نه شي ټینګولای او باید د افغان حکومت په چوکاټ کې مدغم کړای شي.
-
د پاکستان د پوځ قومندان د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره ملاقات وکړ
Jun 22, 2021 02:51په باکو کښې د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره د پاکستان د پوځ د ځمکني ځواک د قومندان په کتنه کښې د ملګرتیاؤ د پراختیا په هکله خبرې اترې وشوې
-
پاکستان کښې د کرامت د لسیزې وحدت رامینځته کونکی کانفرنس ترسره شو
Jun 22, 2021 00:21د پاکستان په کلتوري زړه یعنې لاهور ښار کښې د ایران د کلتورخونې له خوا د کرامت د لسیزې وحدت رامینځته کونکې غونډه وشوه
-
که افغان لوري سره موافقه ونه کړي،لازیات مشکلات به وویني
Jun 20, 2021 11:03د پاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی،د افغانستان په وړاندې د پاکستان کړچار بدل شوی نه دی او له دوي غواړو،چې په افغانستان کې سوله اوثبات تامین شي او سوله ایز او باثباته افغانستان د پآکستان لپاره ډير اهمیّت لري.
-
د پاکستان وزیراعظم هم د ایران منتخب ولسمشر ته مبارکي ورکړه
Jun 20, 2021 02:51د پاکستان وزیراعظم په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کښې د سید ابراهیم رئیسي د بریالیتوب مبارکي وړاندې کړې ده
-
پاکستان په افغانستان کښې د ۹۰ لسیزې د پيښو د تکراریدو خبرداری ورکړ
Jun 20, 2021 02:12د پاکستان خارجه وزیر له افغانستان څخه د امریکې د غیرمسئولانه وتنې په بڼه کښې له دغه هیواده د شوروي ځواکونو له وتلو د وروسته رامینځته شویو پیښو د تکراریدو په هکله خبرداری ورکړ.
-
نور نه غواړو د امریکا په جګړه کې ځان ښکېل کړو
Jun 19, 2021 12:54د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به په خپله خاوره کې، افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د امریکا سي ای اې حضور ته په مطلق ډول اجازه ورنه کړي.
-
پاکستان په افغانستان کښې له سولې سره مرستې ته چمتو دی
Jun 19, 2021 00:20اوا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د ترکیې په انتالیا کښې د ډیپلوماسۍ د ټولنې د غونډې په څنګ کښې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې وویل اسلام اباد چمتو دی چې په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدا سره مرسته وکړي .
-
پاکستان د افغانستان لپاره یو شرط ټاکلی دی
Jun 18, 2021 23:39تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د حکومت لخوا د ډیورینډ فرضي کرښې په رسمیت پیژندل له کابل سره د اړیکو د پراخولو شرط وباله .
-
پاکستان د افغان ځواک روزنې او سنبالتیاته تیار دی
Jun 17, 2021 00:51په کابل کې د پاکستان سفیر مدعي شوی،له افغانستانه د امریکائی پوځ وتل د پاکستان لپاره دوه چیلنجونه په ځان پسې درلودلی شي ،لوړمړی دا چې په افغانستان کې یوه پراخه امنیتي تشه رامینځةشي او دوهم دا چې د امنیتی وضعیّت دلاترینګلي کیدا په د لیل تمه کیږي ، د سولې په بهیر کې بیرته حالاتو ته ګرځیدا رامینځةشي .