پاکستان هسې تش په نامه جمهوریت دی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان مشهور خبریال حامد میر له بي بي سره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په خپل هیواد کښې د رسندیو د ازادۍ په محدودیت او د خبریالانو لپاره د ویرې د فضا په زیاتیدا نیوکه وکړه .
حامد میر وویل په پاکستان کښې ډیموکراسۍ شته خو په دغه هیواد کښې هیڅ ډیموکراسۍ نشته .
د پاکستان مشهور خبریال حامد میر وویل په پاکستان کښې اساسي قانون شته خو په دغه هیواد کښې هیڅ اساسي قانون نشته او زه په پاکستان کښې په رسنیو باندې د سانسور ژوندۍ بیلګه یم .
د انګلستان د بي بي سي ټیلي ويژن د هارډ ټاک په نوم د پروګرام کوربه سټیفین ساکور(STEPHEN SACKUR) خپل میلمه حامد میر د پاکستان ډیر مشهور خبریال معرفي کړ کوم چې له یوشمیر ګواښونو او حملو سره مخ دی .
د پاکستان مشهور خبریال حامد میر په نولس سوه نویمې (۱۹۹۰) میلادي لسیزې کښې وتښتول شوی او بیا ترې پوښتنې وشوې او دغه راز په دوو (۲) بمي حملو کښې هم بچ پاتی شو .
د پاکستان په مشهور خبریال حامد میر باندې اوس بندیز لګیدلی او هغه د جیونیوز ټیلي ویژن کیپیټل ټاک پروګرام نشي کولای او په جنګ ورځپاڼې کښې د مقالو په خبریدا یې هم بندیز لګیدلی دی ،