-
د پاکستان خارجه وزارت یو ځل بیا له هند سره د خبرو اترو د پیلولو لپاره د اسلام اباد په چمتووالي ټینګار وکړ.
Feb 28, 2019 12:24د پاکستان او هند شخړه لا هم روانه ده
-
هند پاکستان ته سندونه ورکړي دي
Feb 28, 2019 01:04زمونږ خبریال وایی هندوستان دکشمیر په پلوامه سیمه کښې د حملې په هکله چې د دغه هیواد څلورڅلویښت(۴۴) سرحدی پولیس پکښې وژل شوی او ګڼ شمیر نور ژوبل شوی وو ځینې سندونه د پاکستان حکومت ته ورکړی دی .
-
پاکستان د بمبۍ او نوي ډيلي د تباه کولو ګواښ وکړ
Feb 27, 2019 01:41د پاکستان د فوځ وياند وويل،: که د دغه هېواد او هند ترمېنځ جنګ شروع شي نو په شروع کښې به بمبۍ او نوے ډيلے له خاورو سره خاورې شي.
-
پاکستان دوې هندی جنګی الوتکې نسکورې کړی،دوه پایلټان ئې ژوندی نیولی
Feb 27, 2019 08:09دپاکستان دپوځ په اعلامیې کې وئیل شوی دی د یوې هندی جنګی الوتکې ټوټې دپاکستان په خاورې کې پرشانې شوی او د دوهمې جنګی الوتکې ټوټې هم دهند ترکنټرول لاندې سیمې کې خورې شوی دی .
-
راځئ په خبرواترو سره خپله شخړه حل کړو
Feb 27, 2019 11:36دپاکستان لومړی وزیر هندی چارواکو ته په داسې حال کې چې نن سهار د پاکستان پوځ دهندوستان دوې جنګی الوتکې د فضائی حدودو دخلاف ورزۍ په وخت نسکورې کړی او دوه پیلوټان ئې ژوندی نیولی دی،یو ځل بیا په خطاب سره وئیلی دی،راشئ خپلې شخړې اومشکلات دخبرواترو له لارې حل کړو ،جنګ اوشخړې هیڅکله د مشکلاتو حل نشی کیدلی او باید یو ځل بیا درته ووایو چې مونږ جنګ نه غواړو ،خو د مونږ د سولې او ثبات غوښتل هیڅکله هم دمونږکمزوری نه ده .
-
د پاکستان پارلېماني استازيو د اسلامي تعاون تنظيم د غونډې د بائيکاټ غوښتنه وکړه
Feb 27, 2019 03:06د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازيو د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې په اماراتو کښې د اسلامي تعاون تنظيم د غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په راتلونکي غونډه کښې دې شرکت ونه کړي.
-
د حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د نیکمرغه زوکړې او مور ورځې په هکله د پاکستان د تکړه عالم دین مولانا خورشید انور جوادی مرکه دلته اوریدلې شئ
Feb 26, 2019 12:18د حضرت بی بی فاطمه الزهرا (س ) د نیکمرغه زوکړې او مور ورځې په هکله د پاکستان د تکړه عالم دین مولانا خورشید انور جوادی مرکه دلته اوریدلې شئ
-
په پاکستان د هند په هوائي حمله کښې 300 تنه ووژل شول
Feb 26, 2019 09:54د پاکستان په خاوره کښې د جيش محمد او لشکر طيبه ترهه ګرو ډلو په اډو د هند د فوځ د جنګي الوتکو په حمله کښې تقريباً درې سوه تنه ووژل شول.
-
په پاکستان کښې په اډو د هند هوائي حمله
Feb 26, 2019 08:59يو هندي چارواکي د پاکستان په هغو ځايونو چې په دغه هېواد کښې يې د ترهه ګرو کېمپونه وبلل د هوائي حملې خبر ورکړ.
-
پاکستانی ډیپلوماټ د افغان مسلې داواری لپاره د اسلام اباد په هڅې ټینګار وکړ
Feb 25, 2019 10:44امریکا په افغانستان کی د سولې د خبرو اترو نتیجې ته د رسولو لپاره خپله جدی هڅه وکړی