هند پاکستان ته سندونه ورکړي دي
Feb 28, 2019 01:04 Asia/Kabul
-
هندوستان د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له وینا وروسته دغه سندونه اسلام اباد ته ورکړي دي .
زمونږ خبریال وایی هندوستان دکشمیر په پلوامه سیمه کښې د حملې په هکله چې د دغه هیواد څلورڅلویښت(۴۴) سرحدی پولیس پکښې وژل شوی او ګڼ شمیر نور ژوبل شوی وو ځینې سندونه د پاکستان حکومت ته ورکړی دی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند هم وویل اسلام اباد ته ددغو سندونو په رسیدا سره به په هغوې غور وشی .
د هندوستان د خارجه چارو وزارت ویاند هم ویلی دی چې په دغو سندونو کښې د کشمیر د پلوامه سیمې د حملې د مسولو کسانو په هکله تفصیل شامل دی .
د هند د باندنیو چارو د وزارت ویاند وویل پاکستان ته ددغو سندونو له ورکولو وروسته نوی ډیلی له اسلام اباد څخه غوښتی دی چې د ترهګرو پرضد سمدستی اقدامات ترسره کړی .
خبری سرچینې وایی چې هندوستان د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له وینا وروسته دغه سندونه اسلام اباد ته ورکړی دی .