-
زرداری د پاکستان او ایران د اړیکو د لاپراختیا غوښتنه وکړه
Mar 08, 2017 12:49د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر سره په کتنه کښې د ایران او پاکستان د اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتنه وکړه.
-
پاکستان وایی د عربستان پولیسو دوه مخنثان وژلی دی
Mar 08, 2017 01:09پاکستان وایی چې د دغه هېواد له هغو ۳۵ نرښځیانو چې د فبرورۍ په ۲۶ د سعودی عربستان پولیسو په ریاض کې نیولی وو دوه کسان په وهلو ټکولو وژل شوی دی.
-
دپاکستان په صوابۍ کې له ترهه ګروسره په مقابلې کې دوه پوځي افسران پنځه ترهه ګر ووژل شول.
Mar 07, 2017 09:40زمونږخبریال راپورراکړ نن سهار وختي دپآکستان دخیبر پختونخواه صوبې په صوابۍ ښار کې دپاکستان د پوځ ترمینځ په نښتې کې دجنید په نامه یو کپتان او امجد په نامه یو مامور وژل شوي دي .
-
د پاکستان استخباراتی ادارې په دغه هیواد کښې د افراط پالنې سبب ګرځی
Mar 07, 2017 15:48د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د دغه هیواد اطلاعاتی او استخباراتی ارګانونه په پاکستان کښې د افراط پالنې لامل وبلل.
-
له خیبر پښتونخوا صوبې سره د پاکستان د قبایلی سیمو یوځای کیدا په افغانستان څه اغیز شنیدلې شی ؟د افغانستان د تکړه شناندی او لیکوال ښاغلی نجیب منلی یې دلته واورئ
Mar 06, 2017 11:33له خیبر پښتونخوا صوبې سره د پاکستان د قبایلی سیمو یوځای کیدا په افغانستان څه اغیز شنیدلې شی ؟د افغانستان د تکړه شناندی او لیکوال ښاغلی نجیب منلی یې دلته واورئ
-
له خیبر پښتونخوا صوبې سره د پاکستان د قبایلی سیمو د یوځای کیدا د مسودې په اړه په هینداره تحلیلی پروګرام کې د شناندو نظرونه دلته واورئ
Mar 06, 2017 11:26له خیبر پښتونخوا صوبې سره د پاکستان د قبایلی سیمو د یوځای کیدا د مسودې په اړه په هینداره تحلیلی پروګرام کې د شناندو نظرونه دلته واورئ
-
په کراچۍ کې د لشکر جنګوي یو جنایتکار کمانډر هلاک او څلور ملګري ئې ونیول شول .
Mar 06, 2017 18:16زمونږخبریال ددنیا نیوز ټیلویژني چینل له قوله راپورراکړ د پاکستان په کراچۍ بندري ښار کې د دغه هیواد دپوځ اورینجرز په وسیله د ردالفساد نومې پاکونکو عملیاتو په دوام کې په یوې ودانۍ له مخکې دترلاسه شویو اطلاعاتو په اساس چاپه ووهل شوه چې په هغه ځاي کې موجودو ترهه ګرو پر امنیتي مامورانو ناتار ډزې وکړې چې په ځوابی ډزو کې هم د لشکر جنګوي جنایتکارې تکفیری ډلې یو مهم کمانډر په چاچا مشهور دلدار هلاک او دهغه څلور نور ترهه ګر ملګري نیول شوي دي .
-
پاکستان د افغانستان شارډز افیر احضار کړی .
Mar 06, 2017 11:44زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیوچارووزارت په اسلام اباد کښې دافغانستان د سفارت د شارډز افیر عبدالناصر په احضارولو سره دافغانستان له خاورې دترهګرو په حملې کښې د پاکستان د پینځو (۵)پوځیانو د وژل کیدا په اړه خپل اعتراض څرګند کړ .
-
دپاکستان د زیارتوالو امنیت باید تامین شی .
Mar 06, 2017 10:52زمونږخبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشرعلامه راجه ناصر عباس جعفری وویل حکومت باید دهغو زیارتوالو چې ایران او عراق ته سفرونه کوی امنیت تامین کړی .
-
دپاکستان پینځه پوځیان په یوې حملې کښې وژل شوی .
Mar 06, 2017 09:49زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکودفتر ایی ایس پی ار وویل بیګا د افغانستان او دپاکستان په سرحد کښې دمهنمد قبایلی سیمې په دریو سرحدی پوستو دترهګرو په یوې حملې کښې دپوځ پینځه(۵) عسکر ووژل شول او دغه راز لس (۱۰)شکمن وسله وال هم هلاک شول .