زرداری د پاکستان او ایران د اړیکو د لاپراختیا غوښتنه وکړه
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر سره په کتنه کښې د ایران او پاکستان د اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری پرون په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر مهدی هنردوست سره وکتل. زرداری په دغه کتنه کښې ایران د سیمې یو ستر قدرت وباله.
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر همداشان په ټولو پړاونو په تیره بیا په پاکستان کښې د پیپلز ګوند د حکومت په دوران کښې له ایران سره د پاکستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره وویل: په هغه وخت کښې په دوه اړخیزو اړیکو کښې ښه پرمختګونه وشول او د ایران-پاکستان د ګیس پایپ لاین تړون هم د پیپلز پارټۍ په حکومت کښې لاسلیک شو.
په دغه کتنه کښې په اسلام آباد کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست هم وویل: د تهران-اسلام آباد اړیکې په سمه لاره او مخ په زیاتیدو روانې دی او د اړیکو د لاپراختیا په تیرا بیا د سوداګری مناسباتو د اندازې د لوړولو لپاره د دواړو خواو هلې ځلې دوام لری.