-
د ایران او پاکستان دفاعي چارواکو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Nov 09, 2024 02:38د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او د دفاع د وزیر مرستیال د پاکستان له لوړرتبه دفاعي او پوځي چارواکو سره په کتنه کې، دواړو هېوادونو د دفاع په ډګر کې د ګډو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د پاکستان په کرمې ضلعې کښې نن هم د طوري او بنګش قومونو امن لاریون دوام درلود
Nov 08, 2024 11:01زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ضلعې له مرکز پاره چنار څخه د طوري او د بنګش قبیلو امن مارچ او لاریون نن هم دوام درلود.
-
په پاکستان کې د مقاومت د جبهې د شهیدانو په یاد کې د قرآن کریم د تلاوت سیالۍ
Nov 07, 2024 11:41پارس ټوډی – د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د مقاومت د جبهې د شهیدانو د یاد د درناوي او د اهل سنت او شیعه قاریانو په شتون سره د قران کریم د تلاوت سیالۍ ترسره شوې.
-
پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی
Nov 07, 2024 11:00ایرنا خبري اژانس راپو راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن «ممتاز زهرا بلوچ» وویل: اسلام اباد له ګاونډیو هیوادونو سره په ګډو سرحدونو کښې له قاچاقچیانو او ترهګرۍ سره مبارزې کولو ته قوي ژمنه لري.
-
د پاکستان د کرمې ضلعې طوري او بنګش قومونو خپل اعتراضیه لاریون پیل کړ
Nov 07, 2024 08:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ضلعې د طوري او د بنګش قومونو غړیو نن له تیرې څه د پاسه یوې میاشتې راهسې د ټل پاره چنار لارې د بندیدا او په لاره کښې د دوې په ګاډو او کاروانونو باندې د صدې ، د بګن او د چارخیلو سیمو د وسله والو ترهګرو لخوا د حملو او د ناامنۍ پرضد نن خپل ستر لاریون له مرکز پاره چنار څخه پیل کړ چې تراوسه پکښې په سلګونو زرو کسانو ګډون کړی دی.
-
د امریکې مشران له اسرائیلو په ملاتړ کښې له یو بله مخکښې کیږي
Nov 07, 2024 04:02د پاکستان د جماعِت اسلامي مشر د امریکې د انتخاباتو په هکله خپل غبرګون کښې، له صهیونیسټي رژيم سره د دغه هیواد ملګرتیا په امریکا کښې د ډیموکراسۍ په آرمانونو باندې یو تیاره سیوری وباله او ویې ویل: امریکايي واکوالان د اسرائیلو له رژیمه د ریات نه زیات ملاتړ لپاره له یو بله مخکښې کیږي.
-
عراقچي: جیش الظم ترهګره ډلګۍ او صهیونیسټي رژیم په خپلو کښې نزدې اړیکې لري
Nov 06, 2024 10:52د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: ایران او پاکستان د جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ او صهیونیسټي رژیم ترمینځ په نزدې اړیکې باور لري اوو ورسره په مقابلې ټینګار لري.
-
ایران اوپاکستان دپولې په سر د ورانکارو په ضد ګډ عملیات ترسره کړل
Nov 06, 2024 02:01ټولنیزو چینلونو کې هم لیکل شوي دي ، لومړنی راپورونه په بلوچستان صوبې کې د پولې په رس دقاچاقبرو او ورانکارو په ضد د ایران او پاستان د پوله ساتي ځواکونو د ګډو عملیاتو ښودنه کوي. دپاکستان رسندویو د ځاي سرچینو له قوله راپور ورکړی، د ایران او پاکستان دپولې په سر د څو چاودنو غږونه آوریدل شوي دي او وئيل کیږي، چې ددغو عملیاتو موخه قاچاقبر او ورانکار وو.
-
ایران او پاکستان دسیمې په سیمه ایزو او دسیمې په مسئلوکې بشپړغږمله دي
Nov 06, 2024 01:42سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د پاکستان د سفر په پاي کې په اسلام اباد کې په یولړڅرګندونو ددواړو هیوادونو په اړیکو د خوښئ په ښودلو سره ووئيل،د هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په موخې سره د اقتصادي ، امنیتی او کلتوري حوزو کې ښې فیصلې شوي دي.
-
د ایران په ضد د اسرائيلي رژيم تیري د نړیوالو اصولو او قواعدو چخڼي کول دي
Nov 06, 2024 01:31سحاب - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنې کې د ایران د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت په ملاتړ باندې په بیا ټينګار او په ایران د اسرائيلی رژيم د تیریو په سخت محکومیّت سره، په لوړه سویه د منظمو مبادلانو د ساتنې او همداراز د په ټولو حوزو کې د متقابلې ګټې دملګرتیاؤ د پیاوړتیاؤ غوښته وکړه.