علامه اقبال  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ځیری ورکړی ؤ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156914
پارس ټوډې – د پاکستان په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې مسئول  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، اقبال لاهوری (علامه محمد اقبال) د  ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب ځیری  ورکړی ؤ.
(last modified 2025-02-01T11:40:55+00:00 )
Feb 01, 2025 15:50 Asia/Kabul
  • علامه اقبال  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ځیری ورکړی ؤ

پارس ټوډې – د پاکستان په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې مسئول  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، اقبال لاهوری (علامه محمد اقبال) د  ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب ځیری  ورکړی ؤ.

زمونږ خبریال  د  ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول اصغر مسعودي بیګا د ؛سلواغې پسرلی؛ په عنوان سره  په یوه سمینار کې چې د ایران ،پاکستان ،افغانستان،هندوستان او بنګله دیش د یوشمیرکلتور او فکر خاوندانو  په ګډون سره د وبینار په بڼه  د هند ایران  د نړیوالې ډلې په کوربتوب سره ترسره شو،ووئيل؛ علامه اقبال لاهوری ، دایران د داسلامی انقلاب د بریالیتوب ځيری ورکوي او وائي ،یو  کس راپورته کیږي چې د غلامانو او غلامئ ځنځیر شلوي ، او آزادي ډالۍ کوي.

مسعودي ددې خبرې په کولو سره چې علامه اقبال  د ایران لیواله  او مینه وال ؤ  او فارسي ژبه ئې د خپلو حکیمانه لیدتوګو ظرف  ګرځولې  وه ،ووئيل؛ پاکستان د ۹۰۰ کلومیټره  ګډو پولو ګډ دین ،تمدن او کلتور په دلیل د ایران له انقلابه ژورې اغیزې منلې او دغه انقلاب  په ځان پوهونې ، هویّت موندنې او د مذهبی چلندونو،د سیاسی غوښتو ودې او د سیاسی ګوندونو په بڼه موندنې کې  رول لوبولی دی.

په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د کلتوري خونې مسئول  همداراز دې خبرې ته په اشارې سره  چې  له فلسطین او د غزې  له مظلوم ولس څخه د  اسلامی انقلاب د رهبرانو حضرت امام خمیني او امام خامنه ايپریکنده ملاتړ  او مبارزې ، د ایران اسلامی جمهوریت ته یوه خاصه ځلا او عظمت  ورکړی دی، ووئيل؛  د ایران جغرافیائي موقعیّت،د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصفی(ص) د لمسیانو حضرت  امام رضا(ع) او  حضرت بی بی معصومه (س) سپيڅلو حرمیّنو ته په پام سره،له ګاونډیو سره د تعامل او له دوي سره  داړیکو د پياوړتیا  سیاست،د  مشترکو دښمنانو  وجود، وحدت بخښونکو  او د شکونو د ختمولو  فعالیتونو د اغیزشیندنې  زمینه لا پراخه کړې ده .