-
پاکستان راولپنډۍ کې د شپږو میاشتو لپاره د پوځ درې ټولي ځای پر ځای کوي
Aug 23, 2026 12:42د پاکستان فدرالي حکومت د دغه هېواد په تاریخي او پوځي ښار راولپنډۍ کې د حساس امنیتي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره د شپږو میاشتو په موده کې د پوځ د درېیو فرقو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.
-
د پاکستان د حکومت د اپوزیشن لوري مشر د ایران پر ضد د ټرمپ څرګندونې خورا خطرناکې وبللې
Aug 22, 2026 06:04د پاکستان په پارلیمان کې د حکومت د اپوزیشن ګوندونو د ائتلاف مشر د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته سخت غبرګون وښود.
-
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان له روغتیايي معایناتو وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو
Aug 21, 2026 14:40زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان نن سهار له هغه وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو چې د اسلاماباد په یوه روغتون کې د ډاکټرانو له لوري معاینه او ''له طبي پلوه روغ او مناسب'' وبلل شو.
-
د پاکستان په بلوچستان سیمه کښې بم چاودنې شپږ کسان وژلي دي
Aug 21, 2026 12:43زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سیمې په «کهډ کوچه» سیمه کښې په یوه باغ کښې د بم چاودنې له کبله تراوسه شپږ کسان وژل شوي دي او درې نور ژوبل شوي هم دي.
-
کوټه کې نامالومو وسلهوالو درې افغانان په ډزو وژلي
Aug 19, 2026 14:41د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نامالومو وسلهوالو په ډزو درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
-
د پاکستان حکومت روغتون ته د عمران خان د لیږدولو د حکم د بیاکتنې غوښتنه کړې
Aug 19, 2026 14:38د پاکستان فدرالي حکومت د شفاء انټرنېشنل روغتون ته د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د لېږدولو په اړه د سترې محکمې د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
-
پاکستان یو ځل بیا هند ته د پوځي اقداماتو د پایلې په اړه خبرداری ورکړ
Aug 18, 2026 06:40پارس تودی-پاکستان یو ځل بیا هند ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو کې هر ډول پوځي اقدام به د اسلاماباد له پرېکنده او نامتناسب ځواب سره مخ شي.
-
د مکې له دفاعي تړونه دې د اسلامی امت او د مظلومانو په دفاع کې استفاده وشي(مرکه)
Aug 17, 2026 14:58پارس ټوډې- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او دسیاسی چارو کارپوه ووئيل،د مکې دفاعي تړون چې د عربستان،ترکیې او پاکستان ترمینځ لاسلیک شوی ،باید د اسلامی امت او مظلومانو د مرستې لپاره او د اسلامی امت د حقوقو داحقاق لپاره وکارول شي.
-
د مکې دفاعی تړون دې د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو لپاره یو ګډ دفاعی پلیټ فارم شي
Aug 16, 2026 15:33پارس ټوډې – د پاکستان د سیاسی او دینی چارو یو شمیر کارپوهانو په زغرده په مکې شریفې کې د عربستان ،ترکیې اوپاکستان ترمینځ درې اړخیز دفاعی تړون د اسلامی امت د یووالی او اتحاد په لور یو ګام بللی او وئيلي ئې دي چې باید دغه تړون د اسلامی نړئ او اسلامی هیوادونو لپاره دیووالی او یو موټي کیدا پلیټ فارم شي.
-
پاکستان: کابل دې خپلې ژمنې عملي کړي، ګنې وضعیت به لا خراب شي
Aug 16, 2026 13:15د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضیٰ سولنګي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د چلند، د ترهګرۍ د مخنیوي او د نشهیي توکو د پراختیا د مخنیوي په برخو کې خپلې ژمنې له پامه غورځولې دي.