د پاکستان په بلوچستان سیمه کښې بم چاودنې شپږ کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176894-د_پاکستان_په_بلوچستان_سیمه_کښې_بم_چاودنې_شپږ_کسان_وژلي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سیمې په «کهډ کوچه» سیمه کښې په یوه باغ کښې د بم چاودنې له کبله تراوسه شپږ کسان وژل شوي دي او درې نور ژوبل شوي هم دي.
(last modified 2026-08-21T08:17:04+00:00 )
Aug 21, 2026 12:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان سیمه کښې بم چاودنې شپږ کسان وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سیمې په «کهډ کوچه» سیمه کښې په یوه باغ کښې د بم چاودنې له کبله تراوسه شپږ کسان وژل شوي دي او درې نور ژوبل شوي هم دي.

دغو تولو وژل شویو او ژوبلو کسانو په یوه باغ کښې کار کاوه او دوې کارګران وو.

د پاکستان د بلوچستان مستونګ سیمه د ترهګرو ډلو یو ستر مرکز ګڼل کیږي او دلته ګڼ شمیر ترهګرې ډلې او کسان شته کوم چې په رڼا ورځ خلک تښتوي، بم چاودنې کوي او بې ګناه خلک په وینو کښې لیت پیت کوي.

تراوسه کومې ډلې د دغه وژلې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.