-
دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان دیولسو ترهه ګرو دپانسۍ فیصله تائید کړه
May 03, 2016 14:44زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف نن دهغو یولسو ترهه ګرو دپانسۍ سزاګانو فیصله تائید کړه چې دعامو ښآریزو په وینو ئې لاسونه ککړ وو
-
که امریکا ایف ۱۶ډوله جنګی الوتکې رانکړی نو له بل ځایه به ئې واخلو
May 03, 2016 14:26دپآکستان دلومړی وزیر دبهرنیو اړ یکو ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز نن په اسلام اباد کې دایټمی وسلو دبندیز لپاره دپاکستان دهلوځلو په نامه په سیمینار کې پخپلې وینا کې ویلی دی که د واشنګټن حکومت دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو داخستوپه باب دپاکستان لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې نه کړی ، نو اسلام اباد به دهغو په ځای دخپلې اړتیا وړ جنګی الوتکې له بل ځایه و اخلی .
-
نواز شریف وویل، د مخالفانو تر دباو لاندې به رانشی
May 03, 2016 12:46د پاکستان وزیراعظم چې دپاناما لېکس د سندونو له مخې د خپل حکومت د مخالفینو تر دباولاندې دے وویل، تر دباولاندې به یې رانشی.
-
د پاکستان درستو اپوزیشن ګوندونو د نواز شریف د استعفا غوښتنه وکړه
May 02, 2016 16:01د پاکستان درستو اپوزیشن ګوندونو د نواز شریف د استعفا غوښتنه وکړه
-
د پاکستانی کارګرانو د ژوند د ښه کولو کوششونه روان دی
May 03, 2016 02:01د پاکستان د سند صوبې ګورنر د کارګرانو د ژوند د کچې د لوړولولپاره د هلوځلوخبر ورکړ.
-
دایف 16جنگی الوتکو د اخستو په باب دپاکستان امریکا خبرې دو ام لری
May 02, 2016 09:30دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی نفیسی زکریا په یولړ څرګندونو کې دایف ۱۶ډوله جنګی الو تکو دخرڅلاؤ لپاره دغه هیواد ته د مالی سبسډۍ د غوڅیدا په باب وویل دامریکا په وسیله ددغو جنګی الوتکو دخرڅلاؤ په وړاندیز هماغه را ز بحثونه روان دی.
-
په پیښور کې پر یوې مدهبی مدرسې دوسله والو په حملې کې یوشمیر کسان ټپیان شول
May 02, 2016 11:08زمونږخبریال دپاکستان درسمی خبری سرچینو له قوله راپورراکړ امنیتی چارواکو ویلی دی ، نن یوشمیر وسله والو کسانو د خیبر پختونخواه صوبې په پیښور کې په یوه جومات په حملې کې اتلس لمونځ ګوزار ټپیان کړی دی
-
امریکا له پاکستان سره د نورو په نسبت توپیری چلند کوی
May 01, 2016 13:11دپاکستان دمشرانو جرګې مشر رضا ربانی نن دکرګرانو دنړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې په پریس کلب کې په یولړ دستورو کې په پاکستان دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکو له خرڅلاؤ سره د دامریکا دکانګرس په مخالفت او د هغو دپاکستان ضد وروستی اقدام په محکوم کولو سره وویل ، امریکا له پاکستان سره له خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو په ناوړه استفادې کې اوږده مخینه لری.
-
په پاکستان کښې د خوراکی شیانو بیه ۱۳ فیصده لوړه شوې ده
May 01, 2016 11:53د ډیلی پاکستان د رپورټ له مخې د پاکستان د خوراک او زراعت ادارې د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: په تیر یو کال کښې یوازې د دالونو یا حبوباتو بیه اتیا سلنه زیاته شوې ده.
-
په پاکستان کښې یو خطرناک ترهګر نیول شوی دی
May 01, 2016 10:00د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کښې یو ستر ترهګر نیول شوی دی.