په پاکستان کښې د خوراکی شیانو بیه ۱۳ فیصده لوړه شوې ده
د ډیلی پاکستان د رپورټ له مخې د پاکستان د خوراک او زراعت ادارې د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: په تیر یو کال کښې یوازې د دالونو یا حبوباتو بیه اتیا سلنه زیاته شوې ده.
دغه رپورټ وایی، نن سبا د چینۍ یا برې بیه هم سخته په زیاتیدو ده او په تیره یوازې یوه اونۍ کښې یې د هر کیلو قیمت په دوه روپۍ زیاتوالی سره ۶۶ روپیو ته رسیدلی دی.
په پاکستان کښې د حبوباتو د بازار بیوپاران او اقتصادی کارپوهان باوری دی چې د هند لخوا د حبوباتو یا دالونو کلی پیرنه او د تولید کمیدل د دغو محصولاتو د ګرانیدو سبب شوی دی.
د پاکستان د هواپیژندنې یا د موسمیاتو د ادارې کارپوهان هم وایی چې د آب و هوا بدلونونه او سیلابونه په دغه هیواد کې د کرهڼیزو محصولاتو د کمیدو وجوهات دی.
دپاکستان اقتصاد زیاتره په کرهڼیزو تولیداتو او د نساجۍ یا کپړې په صنعت ولاړ دی.