د رڼا سرچینې-193 (د شپې لمونځ)
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i176780-د_رڼا_سرچینې_193_(د_شپې_لمونځ)
د تهران د پښتو  خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې درسره د مزمل سورې د شلم آیت د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-08-18T12:19:03+00:00 )
Aug 18, 2026 16:12 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې-193 (د شپې لمونځ)

د تهران د پښتو  خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې درسره د مزمل سورې د شلم آیت د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

قدرمنو دوستانو وائي چې ؛ یوه شپه شیخ جعفر کاشف‌الغطاء، چې د دیارلسمې هجري قمري پېړۍ له سترو عالمانو څخه ؤ، د شپې د لمانځه د ادا کولو لپاره له خوبه پاڅېد. خپل ځوان زوی ئې هم له خوبه راویښ کړ او ترې ئې وغوښتل چې دواړه یوځای د شپې د لمانځه لپاره د حضرت امام علي(ع) سپيڅلي حرم ته ولاړ شي.

زوی ئې چې د شپې په هغه وخت کې له خوبه پاڅېدل ورته سخت وو، پلمې ئې کولې؛ خو شیخ ټینګار وکړ چې حتماً باید دواړه یوځای حرم ته ولاړ شي.

زوی ئې اړ شو چې په ناخوښۍ له خوبه پاڅي، اودس  (یا وضو)وکړي او له خپل پلار سره د امام علي(ع) مطهر حرم ته  لاړ شي.

 وائي ؛ کله چې د حرم د صحن دروازې ته ورسېدل، نو یو فقیر سړی ئې ولید چې ناست و او خلکو ته ئې د سوال لپاره لاس غځولی و.

شیخ جعفر له خپل زوي څخه وپوښتل:زویه! دا سړی د شپې په دې وخت کې دلته څه کوي؟ ولې دلته ناست دی؟»

زوي ئې وویل: له خلکو څخه د  خیر غوښتلو لپاره.»

شیخ ورته وویل:زویه، وګوره! دغه سړي د لږې پیسې د ترلاسه کولو لپاره په دې وخت کې خپل خوب او آرام پرېښی او خلکو ته ئې لاس غځولی دی. آیا ته د خداي  تعالی د شپې ژوندئ کونکو  بندګانو په اړه د هغه له باور څخه همدومره باور نه لرې؟

بیا ئې د  سجده سورې    ۱۷م آیت ته اشاره وکړه، چې خداي تعالی فرمایي:

«فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ»

 ”  هیڅوک نه پوهېږي چې د دوی لپاره د هغو اعمالو په بدل کې چې دوی یې ترسره کوي، د سترګو د خوښۍ او روښانتیا کوم ستر اجرونه پټ ساتل شوي دي. قدرمنو دوستانو وائي چې ؛ د شیخ جعفر دغو خبرو د هغه ځوان زوي پر زړه ډېرې اغېزې وشیندلې او په وجود کې یې ستر بدلون رامنځته شو؛ تر دې چې د خپل ټول عمر په اوږدو کې یې د شپې لمونځ پرې نښود.

  رسول ا...(ص) به تل د شپې لمونځ ادا کاوه. کله به یې د شپې کابو  په درو کې  دوهمه برخه شپه په ویښه او عبادت تېرَوله  او کله به یې د شپې نیمه برخه په عبادت کې تېروله.

د اسراء سورې په ۷۹ آیت کې رسول ا...(ص) ته خطاب شوی او خدای تعالی فرمایي؛

«وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ عَسَىٰ أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا»

«او د شپې په یوې برخې کې په قرآن سره تهجد او نفلي عبادت وکړه، هیله ده چې ستا پالونکی دې تر  ستایل شوي مقامه لوړ کړي:::

البته د شپې دومره عبادت پر رسول ا...(ص) واجب نه و، بلکې هغه مبارک به پخپله خوښه دا عبادت کاوه.

د شپې لمونځ د رسول ا...(ص) لپاره د روح غذا وه.

د دې مطلب د درک کولو لپاره مونږ باید خپل خوراک ته پام وکړو. ایا داسې پېښه شوې چې ۲۴ ساعته تېر شي او مونږ هېڅ خواړه ونه خورو؟

البته دلته د غیرعادي شرایطو لکه بې‌هوشۍ یا په سفر کې د لارې په منځ کې د پاتې کېدو خبره نه کوو. مونږ ټول کله چې وږې شو، خواړه خورو او اړتیا نه وي چې څوک پر مونږ د خوړو خوړل واجب کړي.

داسې څوک نشته چې ووایي: «خواړه خوړل واجب دي او که خواړه ونه خورو او د همدې له امله خپل ځان له منځه یوسو، نو حرام کار مو کړی دی!

لوږه پخپله کافي ده چې مونږ د خوړو پرګروهمن کړي.

د رسول اکرم(ص) لپاره د شپې د عبادت روحي اړتیا، زمونږ د خوړو له اړتیا څخه هم ډېره وه. لکه څنګه چې زمونږ بدني اړتیاوې مونږ د خوړو خوړلو ته اړ باسي، همداسې د رسول اکرم(ص) روحي اړتیا ،هغه د شپې ویښېدو او شپې مهال      عبادت ته هڅوي.

  ډېرو مسلمانانو د رسول ا...(ص) د ملګرتیا او پیروۍ لپاره د شپې عبادت او د شپې لمونځ د خپل ځان لپاره یوه دنده ګڼلې وه.

امیرالمؤمنین حضرت امام علي(ع) د رمضان د مبارکې میاشتې په نولسمه شپه، وروسته له دې  چې د کوفې جومات د اذان کولو لوړ ځاي ته  پورته شو او اذان ئې وکړ، د سهار د  سباؤن  پر لور ئې وکتل او وې ویل:ای د سهار سپيڼې رڼا! ایا تر اوسه داسې شوي چې ته راوخېژې او د علي سترګې په خوب پټې وي؟»

د شپې عبادت د هغه بزرګوار (ع) لپاره هم، لکه د رسول ا...(ص) په شان، د روح غذا وه.

خو د هغو کسانو لپاره چې په وجود کې ئې دا روحي اړتیا نه وه، د شپې عبادت کول سخت او ستونزمن وو.

د ډېرو مسلمانانو لپاره د شپې د وخت معلومول هم ستونزمن وو؛ هغوی نه پوهېدل چې ایا د شپې نیمائي تېره شوې ده، که دوه پر درېیمه برخه ئې ده .

له همدې امله به ئې احتیاط کاوه او کله ناکله به ئې ټوله شپه ویښه تېروله او په عبادت به بوخت وو.

د شپې دغه اوږده ویښ پاتې کېدل هغوی د ورځې له عادي کارونو څخه کمزوري کول او د ورځنیو فعالیتونو د ترسره کولو توان ئې  کمید.

له همدې امله د  مزمل سورې  ۲۰  آیت نازل شو.

خدآي  تعالی په دې آیت کې فرمایي:

«إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَىٰ مِنْ ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ ۚ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ ۚ عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۖ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ۚ عَلِمَ أَنْ سَيَكُونُ مِنْكُمْ مَرْضَىٰ ۙ وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ ۚ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا ۚ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ»

؛ بېشکه ستا پالونکی پوهېږي چې ته او له هغو کسانو څخه یوه ډله چې له تا سره دي، د شپې  کابو دوه پر درېیمه برخه، او کله نیمه شپه او کله د شپې یوه  په درېیمه برخه د عبادت او د قرآن د تلاوت لپاره پاڅېږي. او خداي  د شپې او ورځې اندازه ټاکي. هغه پوهېږي چې تاسو ئې په دقیقه توګه نه شئ شمېرلی؛ نو تاسو ته ئې دغه  اندازه ښودل ډالۍ کړل. له همدې امله، هر څومره چې له قرآن څخه درته اسانه وي، ویې لولئ. هغه پوهېږي چې له تاسو څخه به ځینې ناروغان وي، ځینې نور به په ځمکه  سفر کوي او د خداي له فضل او روزۍ څخه به  خپله ونډه لټوي، او ځینې نور به د خداي  په لاره کې جنګ کوي. نو هر څومره چې له قرآن څخه درته اسانه وي، ویې لولئ، لمونځ قائم کړئ، زکات ورکړئ او خداي  ته ښه معامله وکړئ. او هر خیر  او نیکي چې د خپلو ځانونو لپاره مخکې ولېږئ، هغه به له  خداي  سره په داسې حال کې ومومئ چې تر ټولو غوره او د ډېر ستر اجر  به وي. او له خداي څخه بخښنه وغواړئ؛ بېشکه خداي ډېر بخښونکی او مهربان دی.::

              په هغه وخت کې چې ساعت لا نه ؤ ایجاد شوی او هېچا د ستورو د راختلو او لوېدلو دقیق وخت نه شوای معلومولی، ډېرو خلکو به د دې فضیلت د ترلاسه کولو لپاره د شپې ډېره برخه په ویښه تېره وله. قرآن کریم د یو ډول اسانتیا په توګه فرمائي چې هره اندازه چې ستاسو لپاره ممکنه وي، ویښ پاتې شئ او لمونځ وکړئ.

البته دا اسانتیا په داسې یوه واجب کار کې نه ده چې په بشپړه توګه باید پرېښودل شي. په دې آیت کې یو ځل فرمایي:

«فَاقْرَؤُوا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ»

یعنې: هره اندازه قرآن چې ستاسو لپاره ممکنه وي، تلاوت ئې وکړئ.

ځکه چې د لمانځه اساس هماغه قرائت دی؛ نو د «لمونځ وکړئ» پر ځای ئې د «قرآن تلاوت وکړئ» تعبیر کارولی دی. هره اندازه چې ستاسو لپاره ممکنه وي، ترسره ئې کړئ؛ خو دا کار په بشپړه توګه مه پرېږدئ. لږ وروسته بیا همدا فرمان تکرار شوی او ټینګار پرې شوی دی:

«فَاقْرَؤُوا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ»

یعنې: له قرآن کریم څخه هره اندازه چې درته ممکنه وي، تلاوت ئې وکړئ.

سربېره پر دې، خداي تعالی پوهېږي چې کېدلی شي په راتلونکي کې د سفر اړتیا درپېښه شي. په سفر کې د انسان د عادي ژوند نظم ګډوډېږي؛ له همدې امله په سفر کې زمونږ څلور رکعتي لمونځ هم دوه رکعته کېږي.

یوه جالبه نکته دا ده چې لمونځ او زکات په ډله ایزه بڼه او د نارینه‌وو او ښځینه‌وو په ګډون ټولو خلکو ته خطاب شوی دی؛ یعنې دا دواړه باید په پراخه او دله ایزه توګه ترسره شي.

بله مهمه نکته په دې آیت کې د «فَتَابَ عَلَیْکُمْ» عبارت دی. د توبې کلمه هم د بنده لپاره کارول کېږي او هم د خداي  تعالی لپاره.

د انسان توبه دا ده چې له ګناه څخه بېرته وګرځي او د خداي تعالی اطاعت ته مخه کړي. خو د خداوندمتعال توبه د بنده له توبې وروسته راځي؛ یعنې کله چې تاسو د خداي تعالی لوري ته بېرته  وګرځئ،نو خداي  تعالی هم خپل  رحمت پر تاسو نازولوي  او د ګناهونو ناوړه پایلې او آثار له تاسو څخه لیرې کوي.

                دتهران د پښتو خپرونې خوږو او قدرمنو دوستانو ! په دې هیله چې خداي  تعالی مونږ ټولو ته د بندګۍ او  له سباؤن مخکې، د شپې په وروستیو شیبو کې د قرآن کریم د تلاوت توفیق راکړي، تاسو ټول  قدردان په  خدوندمتعال سپارو ، خوښ او سلامت اوسئ او نیکمرغه ژوند ولرئ.

ژباړن!(سیماب)

****************************************************************************************************************************************************************************