-
ځانمرګي برید د پاکستان ۲۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 21, 2024 11:53د خیبر پښتونخوا په ډیره اسمعیل خان سیمه کې نن سهار د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګي برید له امله دوه پوځیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
-
پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري
Mar 21, 2024 11:40د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوي لري.
-
که پر پاکستان بل برید وشو، زموږ ځواکونه پر افغانستان برید ته چمتو دي
Mar 21, 2024 04:40د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »
-
تر روژې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پيلوو
Mar 21, 2024 02:37پاکستاني چارواکو ویلي چې پلان لري سر له راتلونکي میاشتې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې بیا پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دې تېرو څو ورځو کې پر ډیورنډ فرضي کرښې شخړې شوې دي.
-
د پاکستان په ګوادر بندر کښې برید شوی
Mar 20, 2024 14:13زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان لیبریشن ارمي په نوم د ترهګرې ډلې لخوا د ګوادر بند په ودانۍ باندې د حملې هڅه ناکامه کړي ده او اته ټروریسټان یې وژلي دي.
-
پاکستان د افغانستان له سرحد څخه ترهګرۍ نشي زغملای
Mar 20, 2024 12:30زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن په اسلام اباد کښې فیډرل اپیکس کمیټۍ ته په وینا کښې وویل مونږ به تر هیڅ شرایطو لاندې د افغانستان له خاورې څخه ترهګرۍ ونه زغمو.
-
د افغانستان ځینې ښاریز د پاکستان په پوځ کښې وو
Mar 20, 2024 10:32زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړي ده چې په پاکستان کښې وسیدونکي افغان ښاریز توانیدلي دي چې په پوځ کښې وګومارل شي او یو افغان حتی د پاکستان په پوځ کښې د کپتان څوکۍ ته هم رسیدلی دی او اوس دغه افغان ښاریز د پاکستان له پوځ څخه ایستل شوی دی
-
د پاکستان او د افغانستان په سرحدونو کښې نن کراری و
Mar 20, 2024 09:01زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان موقته حکومت وویل چې د پاکستان پوځ پرون سهار په خوست او پکتیکا ولایتونو کښې د وسله والو ډلو په پټنځایونو باندې حملې وکړې چې له کبله یې اته کسان وژل شوي دي.
-
د پاکستان د پوځ مشر عربستان ته ورغلی
Mar 20, 2024 08:38زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په یوه نه اعلان شوي سفر کښې عربستان ته تللی او هلته یې له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړي دي.
-
د لګښتونو د مخنیوي په موخه د پاکستاني چارواکو سفرونه محدود شوي
Mar 19, 2024 10:11د پاکستان د نوي حکومت کابینې په تازه پرېکړې کې د وزيرانو او حکومتي چارواکو لپاره د بهرني تګ راتګ پالېسي اعلان کړې، چې له مخې یې چارواکي نه شي کولای چې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې پاتې شي او له ځانه سره اضافه مرستندویه کارکوونکي ولري.