دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو
(last modified Fri, 16 Aug 2024 11:35:37 GMT )
Aug 16, 2024 16:05 Asia/Kabul
  • دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال  ووئيل؛د لبنان د اسلامی مقاومت د جهادی قوماندان فواد شکر ترور به بې ځوابه پاتې نشي.

المیادین خبری اژانس راپو رورکړ ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورخنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په بیروت باندې په حملې کې د حزب ا... د لوړپوړي قوماندان فواد شکر په ترور پسې صهیونیسټي رژیم ته دځواب ورکولو په باب  ووئيل، دښمن ته دځواب ورکولو په باب فیصله  شوې ده  او دغه ځواب به د خداوندمتعال  په غوښتې سره ورکړل شي.

له دې مخکې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د زیرمه ځواک ډګروال آلون اویتر د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ د سیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیّه او فواد شکر په ترور د ایران او حزب ا...  دحتمی غبرګون  خبر ورکړی دی.

وئيل کیږي،د شهید اسماعیل هنیّه او شهید فواد شکر  ترور ته د ایران او   اسلامی  مقاومتي غورځنګ حتمي ځواب له امله داسرائيلو وحشي رژيم سټریس  او سربدالي ورځ تر بلې په زیاتیدا ده.

صهیونیسټي رسنیو  هم اعتراف کړی دی  چې د اسماعیل هنیه او  فواد شکر له ترور وروسته   په ډیرې ویرې اوترهې سره یو ځاي په انتظار کې ډيرې سختې او وحشتناکې شپې ورځې تیریږي.