-
حزب ا... د لبنان په پوله د صهیونیسټانو د تلفاتو شمیر اعلان کړ
Nov 01, 2023 11:04حزب الله دوه پوځي زغرګاډي ، ۲ همر او ۹ ټانګونه له منځه وړي دي چی په دغو بریدونو کې ۱۲۰ عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.
-
په غزه کښې ۲۸ صهیونیسټی پوځیان هلاک او ژوبل شول
Nov 01, 2023 10:36عبراني رسنیو په دې اړه پوښتنه کړې ده ټاکل شوی وه په غزه کې دغه زغره وال ګاډي په دې سیمه کې د قدرت د انډول د ماتولو لامل شی ، نو څه وشول؟
-
راتلونکې د فلسطین په خلکو پورې اړه لري
Nov 01, 2023 10:33د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د فلسطین د مظلومو شهیدانو او د غزې د خلکو د یاد د درناوي په ترڅ کښې وویل د الاقصی طوفان په عملیاتوکی د فلسطین د مبارزانو زړورتیا، حیرانوونکې او بې ساري دفاع د فلسطین، سیمې او اسلامی نړۍ لپاره د یوه نوي سپرکی پیل دی.
-
د جبالیا ړنده بمباري،د جنایتکار وحشي رژيم د څارویتوب اندازه ښئ
Nov 01, 2023 03:15د فلسطین دمقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر اسامه حمدان د صهونیستي رژيم دپوځ له خوا د جبالیا کیمپ ړنده بمباري ددغه وحشي رژيم د جنایتکار خوي یوه اوڅاره ننداره وبلله .
-
په نیواکي ټاتوبو به توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړو
Nov 01, 2023 03:04د یمن د پوځ ویندوي اعلان وکړ، د دغه هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.
-
د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه موضوع ده
Nov 01, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د قطر په سفر تللی ؤ ،پرون ناوخته ئې په دوحې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام او وروستیو حالاتو په باب لیده کاته وکړل.
-
په اروپا کې له فلسطینه د ملاتړ په پراختیا د اروپائي چارواکو اندیښنې
Oct 31, 2023 11:54د انګلستان دکورنیو چارو وزیزې سوئلا بریورمن پرون په یولړ هغو څرګندونو کې چې په دغه هیواد کې د صهیونیسټ ضده خوځښتونو په زیاتیدا د لندن د حکومت د لالهاندئ او ژورې غوسې ښودنکې وې ووئيل،د تیرې اونۍ په وروستیو شپو ورځو کې په واټونو کې په لسګونو زره خ لک ولیدل شول چې دمځکې له نقشې ئې د اسرائیلو د ختمیدا غوښتنه کوله . هغې ووئيل زما په نظر، ددغو لاریونونو د بیانولو لپاره یوازینۍ لاره شته ، دوي د نفرت لاریون کونيکي دي.
-
که په غزې کې جنایتونه ونه دریږي نو کنټرول به ئې بیا ممکن نه وي
Oct 31, 2023 10:11د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دیوه پلاوی په مشرۍ په پړاویز سفر نن سهار قطر ته لاړ او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې د فلسطین دغزې تړانګې د وروستیو حالاتو په باب مشورې وکړې او دغه راز ئې د سیمه ایزو او اسلامی هیوادونو د مشرانو او نړیوالو اورګانونو د سملاسي اقدام او لاس په کار کیدا غوښتنه وکړه.
-
دغزي په پولې کې مو د وحشي صهیونیسټانو حمله په شاوتنبوله
Oct 31, 2023 12:18د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دعزالدین قسام کنډکونو په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،دغزې تړانګې په پول کې ئې د وحشي صهیونیستي رژیم دپوځ پلی یونټ په شیشت کې راوستی او ټانکونه ئې د راکټ لانچرو ښکار شوي دي.
-
د طوفان الاقصی ۲۵ ورځ/ ۱۰ زرو نه زیات فلسطینیان شهیدان شوي/ صهیونیستان په غزه کې د مقاومت په کمین کښې ګیر شول
Oct 31, 2023 04:15نن سې شنبه هم په غزې کې په عامو فلسطینیانو باندې د صهیونیست رژیم بمبارۍ دوام موندلي دي، صهیونیست ځانګړو ځواکونو د غزې بیت حانون ته ننوتي دي او د مقاومت د ځواکونو په کمین کې ختلي او سخته مرګژوبله ور اوښتې ده.