د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه موضوع ده
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د قطر په سفر تللی ؤ ،پرون ناوخته ئې په دوحې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام او وروستیو حالاتو په باب لیده کاته وکړل.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، حسین امیر عبداللهیان له اسماعیل هنیه سره په دغې کتنې کې یو ځل بیا د د وحشي صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطین د مقاومتي چورلیز د هلوځلو په ملاتړ سره ووئیل، وحشي رژيم سره سازباز کول له فلسطیني آرمان سره خیانت او د فلسطینی ولس په عامې وژلې کې شریکیدل دي.
دایران خارجه و زیر دغه راز په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې څوکه او مظلومو خلکو په ضد د جنایتکار رژيم د وحشي ډوله جنایتونو د دریدا لپاره کومې حل لارې ته په رسیدا ټينګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر له دې مخکې هم قطر ته پخپل پړاویز سفر کې له اسماعیل هنیه سره لیده کاته کړي وو.
د اسلامی ایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې د فلسطین موضوع د همغه مخکې په شان د اسلامی نړۍ تر ټولو مهمه م وضوع ده ،ووئیل، له فلسطیني ولس څخه ملاتړ ،یو دینی، انساني او اخلاقي مسئولیّت دی او اوس له تیر وخته لازیات باید درست مسلمانان او مومنان او پتمن انسانان د فلسطین او د هغه دمظلوم ملت ترڅنګ ودریږي.
داّپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر د قطر له لوړپوړو چارواکو سره له لیدوکاتو وروسته دترکیې له مشرانو سره دلیدو لپاره ترکیې ته لاړ.