-
په غزې کې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم تر کنډوالو لاندې دي
Feb 14, 2026 02:15د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي چې شاوخوا ۸ زره مړي لا هم د غزې په بېلابېلو سيمو کې د نړېدلو ودانيو تر کنډوالو لاندې پاتې دي. د دغې ادارې وياند وایي، تر ۳ زرو زيات کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخليک په اړه هېڅ ډول کره معلومات نشته.
-
سنتکام د سوریې له التنف پوځي اډې د امریکايي ځواکونو وتل تایید کړل
Feb 13, 2026 02:54د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) تایید کړې چې امریکايي ځواکونه د سوریې له «التنف» پوځي اډې څخه وتلي او اردن ته انتقال شوي دي.
-
د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د صهیونیستي رژیم بېپیلوټه برید شوی
Feb 13, 2026 02:46د المیادین شبکې راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم یوې بېپیلوټه الوتکې د لبنان په جنوب کې د «البطری» په سیمه کې پر یوه موټر برید کړی دی.
-
د صهیونیستي رژیم ولسمشر د نتانیاهو د بخښنې په اړه د ټرمپ غوښتنه رد کړه
Feb 13, 2026 02:41د صهیونیستي رژیم ولسمشر اسحاق هرتزوګ د ډونالډ ټرمپ د هغې غوښتنې په اړه چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د بخښنې غوښتنه یې کړې وه، غبرګون ښودلی دی.
-
په غزې کې د سوځوونکو وسلو استعمال په اړه د الجزیرې راپور؛ د ۳ زرو فلسطینیانو د بړاس کېدو په اړه کره شواهد
Feb 12, 2026 08:52پارس تودی- د الجزیرې ټلویزیونې چېنل په یوه څېړنیز راپور کې د غزې د مدني دفاع د میدانې ارزونو له مخې اعلان وکړ چي په غزې کې د اسرائیل رژیم له لورې د سوځوونکو یا «ټرموبریک» وسلو د استعمال د امله ۲۸۴۲ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او جسدونه یې بړاس شوي دي.
-
ابوعبیده: پر ایران هر ډول یرغل پر ټول اسلامي امت یرغل دی
Feb 12, 2026 03:50د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ـ حماس پوځي څانګې د عزالدین القسام کنډکونو ویاند ابوعبیده، په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران پر اسلامي جمهوریت او زموږ پر ورور ملت هر ډول یرغل د ټول اسلامي امت پر وړاندې یرغل ګڼو.
-
الحوثي: ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ولاړ دی
Feb 12, 2026 03:48د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
-
فلسطین کې بشري کړکېچ ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري
Feb 10, 2026 08:27د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستو سازمان (آنروا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په فلسطین کې بشري کړکېچ ته د پاملرنې لپاره ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
-
د سورئې په خاورې کې د صهیونیستي رژیم وروستی هدف څه دی؟
Feb 09, 2026 11:40پارس ټوډې – د سورئې په جنوب کې د القنیطره پر کرهڼیزو ځمکو د اسرائیلو توپچي بریدونه یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم د سرحدي لاسوهنو د اندېښمنوونکو اړخونو پرده پورته کوي.
-
د مصر د پوځ له پیاوړتیا د تلابیب اندېښنه؛ د صهیونیسټي رژیم د امنیتي لیدلوري د بدلون نښه
Feb 09, 2026 09:30پارسټوډې – د مصر د پوځ د پیاوړتیا د بهیر په اړه د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې، د قاهرې د پوځي بدلونونو پر وړاندې د تلابیب د امنیتي اندېښنو زیاتوالی انځوروي؛ هغه اندېښنه چې د صهیونیسټي شنونکو په باور، کېدای شي د دې رژیم په امنیتي معادلو کې د مصر د ځای د بیا تعریف نښه وي.