الحوثي: ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ولاړ دی
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل چې، د ایران اسلامي انقلاب د داسې خپلواک نظام بېلګه ده چې له امریکايي سلطې ازاد دی او په تېرو ۴۷ کلونو کې یې د فشارونو او دسیسو پر وړاندې مقاومت کړی دی.
هغه د فلسطین له آرمان او له «مستضعفانو» څخه ملاتړ څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ د دې نظام له مهمو ځانګړنو څخه وبللو.
د انصارالله رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: د اسلام دښمنان د خپلو لاسپوڅو عناصرو په وسیله او د ځینو جریانونو له غفلته په ناوړه ګټې اخیستنې سره هڅه کوي چې د سیمې پر هېوادونو واکمن شي.
هغه د غزې جګړې ته په اشارې سره زیاته کړه چې په دې سېمه کې د تېرو دوو کلونو بدلونونو، د امریکا او صهیونیسټي رژیم ریښتینی څېره د نړۍ عامه افکارو ته بربنډه کړې ده.
الحوثي همدارنګه د جفري اپسټین د اسنادو خپرېدو ته اشاره وکړه او دا یې په لوېدیځ کې د «فساد او اخلاقي انحراف د شبکو» د افشا کېدو نښه وبلله.
هغه په پای کې اسلامي امت د بیدارۍ او د فلسطین د ملاتړ په برخه کې د فعال رول لوبولو ته راوباله او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي هېوادونو تاریخي مسئولیت دا دی چې د هغه څه پر وړاندې ودریږي چې نوموړی یې «صهیونیسټي بغاوت» بلي.