په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پېل شو چې له شپږم ټولګي پورته د میلیونونو جینکو او ښځو تحصیلي برخلیک هماغه شان نامعلوم دی.
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په سور سمندر کښې د امریکا په یوې جنګي بیړۍ د برید خبر ورکړ.
د افغانستان سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دغه هېواد په اوه زونونو کې د یو پنځوس زره دیني عالمانو څخه د ماسټرۍ سند د ورکړې په موخه ازموینه اخیستې.
فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم له ملاتړو هیوادونو سره د یمن د جنګونو په دوام کښې د دغه هیواد د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» خبرداری ورکړ د صنعا پرضد د امریکا هرډول ماجرا غوښتنه به له ماتي سره مخامخ شي.