Mar 22, 2024 14:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پېل،  د جینکو برخلیک نامعلوم

 په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پېل شو چې له شپږم ټولګي پورته د میلیونونو جینکو او ښځو تحصیلي برخلیک هماغه شان نامعلوم دی.

 د طالبانو ډلې چې کابو  دېرش میاشتې مخکې یې په کابل کې واک په لاس واخیست له شپږم ټولګي پورته د ښځینه و په تعلیم بندیز ولګاوه، یو داسې اقدام چې له پراخو داخلي او بهرنیو مخالفتونو، نیوکو او اعتراضونو سره مخ شو. سږ کال د نوي تحصیلي کال په پېل سره یو ځل بیا  د افغانستان سیاسي شخصیتونو او خلکو له طالبانو غوښتي چې د ښځینه و په مخ د تعلیمي ادارو تمبې خلاصي کړي خو طالبان لا هم په دغو غوښتنو غوږ نه ګروي. حقیقت دا دی چې طالبانو تر اوسه له شپږم ټولګي بره د جینکو او ښځو د تعلیمي مرکزونو، ښوونځيو او پوهنتونونو د بندولو لپاره روښانه او قانعوونکی ځواب نه دی وړاندې کړی.

 د سیاسي مسایلو کارپوه عارف اکرمي په دې اړه وایي: « طالبانو د کورنیو، سیمه ایزو اونړیوالو اعتراضونو او فشارونو پر وړاندې له شپږم ټولګي بره ښځینه ښوونځیو د بندولو لپاره  مختلف دلیلونه وړاندې کړې دي چې پکې د کتابونو او د جینکو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د چاپیریال نامناسبوالی دی که څه هم طالبانو وعده کړې وه چې دغه ستونزې به ختمې کړي خو د دوه نیمو کلونو له تېریو سره سره لا هم د افغانستان نیم نفوس یعنې ښځې او جینکۍ د تعلیم له نعمته محرومه او بې برخلیکه پاتې دي.

 که څه هم داسې ښکاري د طالبانو فقهي نظر هم  تر شپږم ټولګي پورته ښځینه و د تعلیم په ممنوعیت کې رول لري خو د اسلامي نړۍ ډېرو مذهبي شخصیتونو هم له طالبانو غوښتي چې د جینکو پر مخ له شپږم ټولګي پورته تعلیمي ادارې پرانیزي،  نو پر دې اساس له اسلامي نظره د جینکو تعلیم کومه ستونزه نه لري او دا د طالبانو شخصي نظر دی چې په خلکو یې تپلی دی. خو هغه څه چې  د اندیښنې سبب دي له شپږم ټولګي پورته د جینکو په تعلیم د بندیز پایلې دي. دغې مسالې له یوې خوا ډېرې جینکۍ او ښځې له رواني او روحي نظره له ستونزې سره مخ کړي چې دا کولی شي د جینکو په ټولنه او حتی  کورنیو نه جبرانېدونکې اغېزې وشیندي. د هیواد له نظره هم د جینکو او ښځو په تعلیم بندیز په  په راتلونکو کلونو کې افغانستان  د جینکو له خدمتونو په تېره بیا د طب او ډاکټرۍ په برخه کې محرومه کړي.

 نن سبا دعلم او تخنیک د پرمختګ په برکت په ډېرو کسبونو کې ښځې فعال رول لري او افغانستان هم له دې چارې مستثنی نه دی. له همدې امله هر څومره چې  جینکۍ له تعلیم او پوهې لرې وي د افغانستان په علمي او شغلي بدلونونو به هم منفي اغیزه ولري. داسې اثرات چې د افغانستان د ټولنې  یو روغ نسل د تعلیم او پرمختګ له نعمته محرومه کوي. دا کار کولی شي د افغانستان د پراختیا په طرحو او پروګرامونه نه جبرانېدونکې اغېزې ولري.

 په هر حال طالبان  په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د جینکو د تعلیم په اړه خپلو سختیو ټینګار کوي چې راپورونه وایي له افغانستانه بهر منجمله په پاکستان او قطر کې د طالب چارواکو  لوڼه  خویندې په تعلیم بوختې دي پر دې اساس د افغانستان د خلکو لپاره د ښځو له تعلیم سره د طالبانو دغه دوه ګونی چلند د پوهېدو او منل کېدو وړ نه دی.

 

 

ټیګونه