Apr 28, 2024 14:49 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (92)  [ له خداي غواړو سره ناسته پاسته]

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني دوه نیم مطلب ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه نننی مطلب کې د قرآن  کریم د کهف سورې د ۲۸ او ۲۹ آیتونو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو  وګرځي.

دوستانو  له هغه مهاله چې د اسلام ځلانده لمر طلوع کړی،د خپل پرمختګ په لاره  کې ئې تل له ډیرو خنډونو سره هم ډغرې وهلي دي.له هماغه لومړنیو  شپو ورځو راهسې،د اشرافیّت په نامې سره یوه بهیر،له اسلام سره د مخالفت بنیاد کیښود.داسې اشرافیّت چې د جهالتونو،بې ځایه تعصباتو او د باډراوړو شتمنیو محصول او نتیجه وه. د مکې اشرافو ډاډ درلود چې که اسلام په پښو ودریږي،نو خلک به له جهالته ویښ شي،نو ځکه  ئې له اسلام سره مقابلې ته د مبارزې او ډغرې  لپاره ملا وتړله.

د بعث په لومړنیو وختونو کې ، یوه ورځ پیغمبراکرم (ص)  د مجسد الحرام په صحن کې ناست ؤ،د قریشو یوشمیر مشران او اشراف جومات ته وارد شول. پیغمبر اکرم(ص) خپلو څو اصحابو ته د قرآن کریم په یادولو او د اسلام د قوانینو په ښودلو  بوخت ؤ.

د قریشو اشراف په ډيرو زیاتو تشریفاتوسره او په ګرانبیّه او ډيرو پړَک پړوک جاموسره د هغه بزرګوار وآخوا ته ورغلل.په عین حال کې، ابوذرغفاري، سلمان فارسي اوا خبّاب بن ارث د پیغمبر شاخوا ناست وو. په لنډې ځوانۍ او غټ پټ بدن سره د عیینة بنحصن فزاری  په نامې سره یو شتمن مشر،مخکې شو او د پیغمبراکرم(ص) شاوخوا ناستو کسانو ته مخ کړ و وې وئيل،ددغو کسانو د بدن بوي  مونږ کړوي.دا څه قالي دي چې تاسو اغوستي دي .ولې  دومره بدبوي او کړؤنکي یاست ؟ ائ محمده ! ولې دغه بیچاره او بې وځله کسان له تاسو ګیرچاپيره  شوي دي؟،ولې  مونږ ته نه وایست  او مونږ خپل مجلس ته  نه راغواړئ؟! د هغوی یو بل مشر  ؛اَقْرَعِ بْنِ حابِس؛، رامخته شو او وې وئيل؛ مونږ  یوازې هغه مهال ستاسو وآخوا ته درځو  او د تاسو په مجلس کې کیښنو ،  چې دغه  ابله پښې  کسان له ځانه لیرې کړې . دمګړئ ، حالات د مونږ دخوښې نه دي ، ځکه  ددغو کسانو په شون سره ، مونږ ته بې پروائي کیږي  او دا د مونږ لپاره د زغملو وړ  نه ده::::

                  پیغمبر اکرم(ص)  یوه شیبه غلی شو، یا ئې باید په دغه وړاندیز عمل کړئ وائ او بې وځله او مستضعف کسان ئې له ځانه لیرې کولئ  و یا  ئې له فقیرو ملګرو سره ملتیا کوئ. شاید په دې شیبې کې ځیني مسلمانانو له یوه بل سره ګونګوسې کولې چې ښه ده چې پیغمبر د یوه تاکتیک په توګه ،په احترام سره، خپل ملګری  د یوې مودې لپاره،هغه هم په ظاهر کې  له خپلې شاوخوا لیرې کړي ،څو شتمن  او اشراف د هغه مجلس ته او له دوي سره ناستې پاستې ته  ګروهمن شي،  چې  هم د پیغمبر  مجلس روڼتیا ولري  او  هم  دغه ډله سوکه سوکه  هدایت شي.

 لاپیغمبر اکرم  خپل نظر نه ؤ ښودلی چې د کهف سورې ۲۸ او ۲۹ آیتونه  نازل شول  او پیغمبر ته ئې خبرداری ورکړ،چې داسې نه  چې د ګمراهانو پوچو او دوکه بازو  خبروته تسلیم شي او سلمان اوابوذر په شان  ایماندار او پاک زړه لرونکي کسان  له ځانه  لیرې کړي. خداوند متعال  وفرمائیل؛ که څه هم دوي شتمن  نه دي او د دوي لباسونه   پشمینه یا پَشمي دي،خو د یو شمیر شتمنو  او اشرافو د خوشالولو لپاره  د محرومو  کسانو پر ژوند سترګې پټې نه کړې::

ددغو آیتونو له نازلیدا وروسته  پیغمبر اکرم(ص) خپلو فقیرو او بې وځله  ملګرو ته مخ  وا ړوۀ او  هغه مهال ئې وفرمائيل؛د خدای حمد اوثنا  چې  ونه مرم ،تر دې چې  هغه دغه شان دستور راکړی  چې  د تاسو په شان کسانو سره ووسم:::. هو! له تاسو شره ژوند  او له تاسو سره هم مر  باندې خوښ یم :::

                         دوستانو بره د یاد شوي او  ژباړل شوي آیت متن داسې چې فرمائي؛  وَ اصْبِرْ نَفْسَکَ‏ مَعَ الَّذینَ یَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَداةِ وَ الْعَشِیِّ یُریدُونَ وَجْهَهُ وَ لا تَعْدُ عَیْناکَ عَنْهُمْ تُریدُ زینَةَ الْحَیاةِ الدُّنْیا وَ لا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنا قَلْبَهُ عَنْ ذِکْرِنا وَ اتَّبَعَ هَواهُ وَ کانَ أَمْرُهُ فُرُطاً /  وَ قُلِ‌ الْحَقُ‌ مِنْ‌ رَبِّکُمْ‌ فَمَنْ‌ شَاءَ فَلْیؤْمِنْ‌ وَ مَنْ‌ شَاءَ فَلْیکْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِینَ‌ نَاراً أَحَاطَ بِهِمْ سُرادِقُها وَ إِنْ یسْتَغیثُوا یغاثُوا بِماءٍ کَالْمُهْلِ یشْوِی الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرابُ وَ ساءَتْ مُرْتَفَقاً :    

؛له هغو کسانو سره ووسه چې  سهار او مازدیګر  خپل پروردګار یادوي ، او یوازې د هغه رضا غواړي ، او هیڅکله  هم ددنیا  دښکلاؤ او پَړک پړوک  په خاطر  پر  دوي سترګې پټې  نه کړې، او له هغو کسانو څخه چې د دوي د عملونو په بدل کې مو( له خپل یاده ددوي زړونه غافل کړي دی) اطاعت  مه کوه، هماغه  کسان چې  له خپل نفس او خواهشاتو ئې پیروي  کړې،او د هغوی کار له  حده تیر شوی دی.::

 او ووایه ؛ حق د تاسو له پروردګاره سره  (رارسیدلې)دی.پس هرڅوک چې وغواړي، ترلاسه ئې کړي او هرڅوک چې وغواړي ورڅخه،انکار وکړي.مونږ  د ستمګرانو لپاره،داسې اور  برابر کړی دی چې  د دوي   راګیروي  او که دوي چغې پورته کړي ، نو د ویلي شوو مسّو په شان  ګرَمې اوبه   ورکول کیږي چې  ددوی مخونه به سخت وسوځوي ،هو! څومره بد شراب  او څومره بد ځائيګی دی :::

           خوږو دوستانوپه دغو دوو آیتونوکې د پيغمبراکرم(ص)د اصحابو لپاره یو شمیر صفتونه ذکر شوي دي ، اول دا چې  ؛یَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَوةِ وَ الْعَشىِ؛  شپه او ورځ خپل  د پروردګار عبادت کوي او  له هغه سره  ئې کار دی.  دوهم آیت هم ؛یُرِیدُونَ وَجْهَهُ؛   یوازې د خدای رضا غواړي او د عبادت  او زهد او عرفان سره په تظاهر پسې نه دي . په مقابل کې  ځیني صفتونه  هم  دخداي د دښمنانو لپاره  شمیري ، ددې په څیر چې ؛أَغْفَلْنا قَلْبَهُ عَنْ ذِکْرِنا؛   مونږ دهغوی زړه  له خپل یاده غافل  کړی دی.  هغه څوک چې  د خداي له یاده غافل  شوی ، ممکنه ده   یادونه ئې وشي او خدای یاد کړي ، خو هغه څوک چې د ډیر بې پروائۍ  اوغوسې  او سربدالۍ  او د خداي دعبودیّت د حق  له هیرولو څخه ئې د خدای دیاد لیاقت  او توان  له لاسه ورکړی  او خدای د هغه زړۀ غافل کړی دی،نو تل په دغه غفلت کې باقي دی .

جالبه  دلته ده چې خداوندمتعال په دغو آیتونو کې نه فرمائي چې له مریّونو  او لنډيغرو کسانو سره ناسته پاسته ولره، بلکې فرمائيلی ئې دي؛له هغو کسانو سره ملګري شه چې شپه او ورځ  خدای یادوي ،مریۀ وي ،که آزاد،فقیر وي  که شتمن،هیڅ فرق نه کوي ! له خداي غواړو سره ووسه او هغه له ځان سره یو ځای کړه ! همداشان نه وائي چې  دوي د ځان لپاره وساته، څو له تاسره مرسته وکړي، بلکې وائي؛ دوي د څه لپاره پریږدې؟مګر  دوي  د تا لپاره کوم زحمت دي او د تا پر  اوږو  کوم پيټی کیږدي؟ دوي پخپلې بندګۍ پسې دی؛ ته هم  پخپلې دندې پسې ئۍ؛که  دغه شان ملګري او اصحاب دې پریښودل،نو ظالم یاستئ! په بله معنا،د  هغو غافلو اونفساني خواهش لرونکو لاره دې غوره کړې ده چې  د خدای د یاد لیاقت   ئې نه درلود او خداوند د هغوی د عملونو په خاطر  د هغوي زړونه  له خپل یاده غافل کړي دي.

البته ددې مسئلې په شان  نورو پیغمبرانو ته هم ستونزې پیښې شوي دي  او  پر هغوي هم ئې دباؤنه راوړل  چې  خپل شاوخوا فقیران او بې وځله کسان  له ځانه لیرې کړي څو مونږ پر تاسو ایمان راوړوو.د مثال په توګه  د حضرت نوح (ع) په باب  هم همدغه شان مسئله رامینځة شوې ده.د نوح د قوم یو شمیرشتمنو او اشرافیه کسانو هغه بزرګوار ته وئیل؛قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَکَ وَاتَّبَعَکَ الْأَرْذَلُونَ: آیا مونږ  پر تا ایمان راوړوو په داسې حال کې چې بې ارزښته او پَست کسانو له تا پيروي کړې ده؟. په بله معنا،دوي وئيل؛ که ستا خبرې او دعوت په حقه وي،نو باید ابله پښې کسان او مستضعفین پر تا ایمان رانه وړي،د یوه رهبر او پیشوا ارزښت   باید د هغه  له  پیرو کارو څخه وپيژندل شي.مونږکله د تاپیروکارو ته ګورو،نو یوشمیر بې ډنګه بې ډونګه، ګمنام  ، فقیر، بې وځله او بې وسه کسان چې ډير کمزوری او کم تجارت لري، د  تا شاوخوا غونډ شوي دي  په عین حال کې  څرنګه دا انتظار لرې چې مشهور،اشراف،شتمن  او د نام او نمود لرونکي کسان ستا پر آستان سرټيټ کړي او درته تسلیم شی؟ مونږ  هیڅکله  په یوه دسترخوان نه یوو ناست  او  تر یوه چت لاندې مو اجتماع نه ده کړې ،نو څه ناسم انتظار لرې؟. حضرت نوح نبی هم ددغو کسانو په ځواب کې فرمائيلي دی ؛ زه مامور ن ه یم  له  د کسانو کار روزګار تپوس وکړم؛ زه  مامور یم دوی ته ایمان ورډالۍ کړم  او دوی  خداي ته متوجه کړم .

       خوږو دوستانو د رڼا سرچینې نومې لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤنو تربل مطلب پورې چې یو ځل بیا دی وشمیر نورو آیتونو دسپړلو په باب درسره یو ځای شو،په نیاؤمن او لوي خداي مو سپارو.....

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه