په لومړي ځل له کندهار څخه قطر ته انار صادر شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168870-په_لومړي_ځل_له_کندهار_څخه_قطر_ته_انار_صادر_شول
په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.
(last modified 2025-12-27T01:46:51+00:00 )
Dec 27, 2025 06:14 Asia/Kabul
  • په لومړي ځل له کندهار څخه قطر ته انار صادر شول

په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.

د دغه خصوصي سوداګریز شرکت په وینا، تر دې مخکې یې هم دوبۍ او ځینو نورو عربي هېوادونو ته انار صادر کړي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د کندهار انار قطر ته صادرېږي.

د شرکت چارواکي زیاتوي، چې دا صادرات ښيي د کندهار انار د نړیوالو بازارونو د سیالۍ بشپړه وړتیا لري او کولای شي د دې هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار انار سږ کال نه‌یوازې قطر او دوبۍ، بلکې روسیې، مالیزیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.