Apr 21, 2024 14:41 Asia/Kabul
  • د غزې د جنګ په بهیر کښې له اسرائیلو سره د امریکا  شپږویشت میلیارډه ډالره مرسته :-

د امریکا د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو ترمینځ له ډیرو بحثونو او د خارجي مرستو په هکله له اختلافاتو وروسته ولسي جرګې کانګرس

له اوکراین سره د شپيتو میلیارډو ډالرو او له صهیونیسټ رژيم سره د شپږویشت میلیارډه ډالرو په اندازه پوځي او امنیتې مرستې د اتو پنځوسو مخالفو رایو په مقابل کښې په درې سوه شپږشپیتو موافقو رایو سره تصویب کړې.

دغه مرستې په قانون باندې د بدلیدا لپاره باید د مشرانو جرګې لخوا تصویب شي او بیا  د ولسمشر لخوا له لاسلیک کیدا وروسته په قانون باندې بدلیږي.

په دې زمینه کښې د مشرانو جرګې لومړۍ رایې اچول سبا اچول کیږي.

د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په اعتراف دا تر ټولو ستره پوځي مرسته ده چې امریکا یې د تیر میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه د جنګونو له پیلیدا وروسته له اسرائیلو سره کوي.

اسرائیلو له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته تراوسه پورې له بل هر هیواد څخه زیات د امریکا له پوځي مرستو ګټه پورته کړي ده او له  هماغه وخت راهسې د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوند له ملاتړونو څخه برخور و او دی.

په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د پوځ له یرغل راهسې د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت له اسرائیلو سره خپلې پوځي مرستې دوه ځله ښکاره کړي دي.

د جوبایډن حکومت په تیرې دسمبر میاشت کښې د څه د پاسه یوسل شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت اسرائیلو ته د ټانک ضد کابو څوارلس زره ګولیو او تجهیزاتو په انتقالولو او هغوې ته د اړونده تجهیزاتو او د یوسل پینځه پنځوس میلي میټره د توپونو د ګولیو په ورسپارلو سره چې ارزښت یې څه د پاسه یوسل اوه څلویښت میلیونه ډالر دی موافقت وکړ.

په دغو دوو موردونو کښې سپینه ماڼۍ د ولسمشر د بیړنیو اختیاراتو په قانون باندې استناد سره د دغو مرستو د تصویبیدا لپاره د کانګرس له خنډ څخه تیره شوه.

دغه راز د امریکا حکومتي چارواکو تراوسه کانګرس ته د  څه د پاسه سلو نورو پورځي مرستو راپور ورکړی خو څرنګه چې د هرې مرستې ارزښت کانګرس ته د اطلاع د ورکولو لپاره له ټاکل شویو ډالرو څخه کم و په جلا جلا ډول یې راپور نه دی ورکړی شوی.

په کابو اوو میاشتو کښې چې د غزې د جنګ تیریږي د اسرائیلو پوځ په غزې تړانګه کښې په پراخه سویه د امریکا جوړې وسلې استعمال کړي دي.

د راپورونو پراساس په غزې تړانګه کښې د استفادې وړ زیاتو وسلو کښې  د مارک څلوراتیا په شان څلور سوه پنځوس کلوګرامه او نهه سوه کلوګرامه بمونه شامل دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په تیرې مارچ میاشت کښې د مارک څلورتیا په نوم د دوه سوه پینځویشت کلوګرامه پینځه سوه بمونو او نهه سوه کلوګرامه اتلس سوه بمونو اسرائیلو ته د استولو اجازه ورکړه.

د دغو بمونو خرڅول څو کاله مخکې د کانګرس لخوا تصویب شوي وو خو ورسپارل یې تر تیرې میاشتې پورې نه وو محقق شوي.

په تیرو کلونو کښې له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي مرستو بودجه د لس کلونو تفاهمونو په چوکاټ کښې تعریف شوي ده او وروستی تفاهم یې هم په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې لاسلیک شوی و چې پراساس یې واشنګټن ژمن شوی دی له دوه زره نولسم څخه تر دوه زره اتویشتم میلادي کلونو پورې اسرائیلو ته د اته دیرش میلیارډه ډالرو په اندازه پوځي مرستې ورکړي.

له اسرائیلو سره د امریکا اکثره پوځي مرستې په خارج  کښې د پوځي مالي تامین د پروګرام په نوم سره تعریف شوي چې پراساس یې اسرائیلو ته مفتې مرستې ورکول کیږي چې دغه مالي مرستې د شیانو د اخیستلو او د امریکا د پوځي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.

امریکا دغه راز هر کال کابو پینځه سوه میلیونه ډالره د ګډو توغندي ضد سیسټمونو لپاره اسرائیلو ته ورکوي.

په سیاسي او اقتصادي مرستو سربیره له اسرائیلو سره د امریکا پوځي مرستې تل د دغه رژیم د سلطې غوښتنې او د جنګونو د رامینځته کولو یو اصلی عامل و او دی چې په عین حال کښې یې د کړکیچ د اوږدولو او د دوو حکومتونو د جوړولو د پلان په شمول د سولې د خبرو اترو په ماتي کښې یې اصلي رول لرلی دی؛ همدا اوس له غزې جنګ وروسته امریکا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین  نتانیاهو د ښي پال حکومت د جنایتونو په اصلي شریکې بدله شوي ده او په ښکاره ډول یې لاسونه د فلسطین د خلکو په وینې ککړ شوي دي.

د غزې د جنګ په بهیر کښې له اسرائیلو سره د شپږویشت میلیارډه ډالرو په ارزښت د پوځي او د امنیتي مرستو کول به د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې د امریکا مشارکت له مخکې څخه زیات کړي ځکه چې د دغو مرستو په ورکولو سره به د بنیامین نتانیاهو فاشیسټ او جنګ غواړی حکومت له مخکې څخه زیات د اوربند له خبرو څخه پښیمانه کړي.

 

 

ټیګونه