May 02, 2024 12:44 Asia/Kabul
  • نو غربي لیبرالیزم چېرته دی؟
    نو غربي لیبرالیزم چېرته دی؟

پارس ټوډې – نن دوه لوی حقیقتونه روښانه او ښکاره شول: یو د امریکايي لیبرالیزم فریب یا حتی زوال او بل د صهیونیسټانو په لاس کې د امریکايي سیاست، استدلال او مدیریت بندېدل.

حجت الاسلام سید ابوالحسن نواب په ایران کې د دینونو او مذهبونو د پوهنتون  بنسټ اېښودونکی او د مدیره پلاوي مشر په یوه بیانیه کې، د امریکې له مظاهره کوونکو پوهنتونوالو سره د پولیسو او پوځي مقابلې په دوام کې، د لوېدیځ لیبرالیزم پر منطق سختې نیوکې وکړې. د دې بیانیې متن لاندې کتلای شئ:

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمنِ ٱلرَّحِیمِ

د لوېديځ د مدرنيته له نظري بنسټونو څخه، يو يې ليبراليزم يا آزادي غوښتل یادوي. نوی او معاصر لوېدیځ د روښانتیا د دورې په دې میراث باندې په عجیب ډول ویاړي. نن ورځ، په ځانګړې توګه، امریکایان د عصري مذهب تر حده، د لیبرالیزم په اړه خبرې کوي، تر دې چې یو وخت د امریکا د مشهورو فیلسوفانو او مفکرانو یوې ډلې، د امریکايي لیبرالیزم د مخالفینو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي جواز درلود!

له هغې ډلې، په لوېدیځه نړۍ کې د لیبرالیزم ترټولو معمول اصول او موضوعات، د بیان او د فکر آزادي ده. له څو لسیزو راهیسې غربي نړۍ، شرقي بلاک او درېیمه نړۍ، د لیبرالیزم د نقضولو له امله غندي، د فشار لاندې راوړي او هرکله چې وخت ولري، لشکر کشي هم کړې ده.

فوکویاما په یو وخت کې د انسان برخلیک او د نړۍ او تاریخ وروستۍ او حتمي نسخه، د لیبرالیزم د سیاست، یعنې د لیبرال ډیموکراسۍ مخ ګڼله. که څه هم وروسته یې په دې اړه شک څرګند کړ، خو بیا هم امریکایان په نننۍ نړۍ کې په لیبرال کلتور کې خپل برتري او ګټه ګڼي او او لکه څرنګه چې د لیبرالیزم د امریکايي نسخې په توپیر او برترۍ باور او غرور کوي. په یوه کلمه کې، لیبرالیزم دواړه د امریکا کلتور او سیاسي نظام ته مشروعیت ورکوي او هم امریکایانو ته اجازه ورکوي چې د نړۍ له نورو سیاسي نظامونو سره مقابله وکړي.

دلته، موږ د لیبرالیزم د تحلیل او انتقاد یا لیبرالیزم ته د زیان پلټونکي یا راتلونکي لیدلورې په لټه کې نه یو. هغه څه چې د لسیزو راهیسې په متحده ایالاتو او بهر کې څارونکي او مفکرین په ځان باندې بوخت کړي او څېړنو لور ته یې کاږلي دي د لیبرالیزم په پیروي او وده کې د لوېدیځو سیاستوالو اخلاص او صداقت دی. اوس نړۍ ته دا تقریبا څرګنده ده چې د غربیانو او په ځانګړې توګه امریکایان، چې کله له نورې نړۍ او نورو ځمکو او نورو سیاسي نظامونو سره مخامخ کېږي، اصلي محرک د آزادۍ او ارزښتونو لکه د بشري حقونو او ډیموکراسۍ اصول نه دي.

موږ په ډیموکراسۍ او آزادو ټاکنو پوهېږو، چې که د دوی له ګټو سره برابر نه وي، نو د دوی له ملاتړ له ځان سره نه لري، ځکه چې د غربیانو له ګټو سره سمون نه خوري، بلکې کله ناکله د دوی د ځپلو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوي او یا یې د دوی له خوا په ځپلو کې برخه اخیستې ده، لکه څنګه چې لږ تر لږه زموږ په سیمه کې هم، ډېری غیر لیبرال ټولنې او غیر ډیموکراټیک سیاسي سیسټمونه شتون لري، چې د اروپا او امریکا بې دریغه ملاتړ له ځان سره لري. نن ورځ لږ خلک په نړۍ کې د لیبرالیزم په وده او ژورولو کې، او د نورو هېوادونو او ملتونو سره په تعامل کې، د دې فکر په خپرولو او وده کې د لوېدیځوالو په اخلاص باور لري. سیاست او اقتصاد په نورو هېوادونو کې د مداخلې لپاره د لوېدیځ دوه اصلي محرکات دي او د لیبرال شعارونه د نړۍ له پوښ ​​څخه پرته بل څه نه دي.

نن ورځ د نورو لپاره د آزادۍ د نسخې په لټولو کې، د غربیانو فریب ښکاره شوی او دا کومه نوې موندنه نه ده. هغه څه چې تر یوې کچې نوې ده، په اروپا او امریکا کې دننه د لیبرال کېدو په اړه د لوېدیځ د فریب څرګندېدل دي. یو وخت داسې فکر کېده چې دا نظریه او ایډیال لږ تر لږه په لوېدیځو هېوادونو کې یوه سره کرښه ده، چې د تېرېدلو اجازه نه ورکول کېږي او دا ممنوعیت دومره سپېڅلی دی، چې د هغه لپاره حتی دین او عدالت هم قرباني کېدی شي. خو نن ورځ دا څرګنده شوه چې لوېديځوال د ممنوعاتو او نورو مقدساتو يوه کرښه لري، چې حتی چمتو دي د آزادۍ غوښتنې هم د هغه لپاره قرباني کړي.

له اسرائیلو او صهیونزم څخه د لوېدیځ ملاتړ کومه نوې ښکارنده نه ده. يو وخت داسې انګېرل کېده، چې لوېديځ د يهودانو او صهيونيزم پر وړاندې د خپل تاريخي جرم او شرم له امله، د يهودو د دولت او خاورې د ملاتړ په فکر کې وو. منځني ختیځ (لوېدیځې آسیا) ته د دې نه جبرانېدونکې بدۍ صادرول او د یهودانو پر وړاندې د جرمني او نورو غربي هېوادونو د جنایتونو په بدل کې د مسلمانو ولسونو ورکول، یو ناوړه او د شرم وړ کار دی، خو له دې ټولو سره سره، دا فکر کېده، چې لوېدیځ د بشردوستانه اهدافو سره، د هولوکاسټ جرم لپاره د خسارې په لټه کې دي. دا په زړه پورې ده چې کله کله دوی د منځني ختیځ [لوېدیځې آسیا] په سر دا احساس ورکوي، چې له اسرائیلو ملاتړ په حقیقت کې په منځني ختیځ [لوېدیځې آسیا] کې د یوازینۍ ریښتینې ډیموکراسۍ ملاتړ او موخه یې په دې سیمه کې د لیبرال ډیموکراسۍ خپرول دي.

د وخت په تیرېدو سره، دا څرګنده شوه چې لوېدیځوال زموږ په سیمه کې د اسرائیلو له خیر پرته، نورې سیاسي موخې تعقیبوي او هغه د دې جعلي او مسلط شوي رژیم په واسطه، د منځني ختیځ [د لوېدیځې آسیا] د هېوادونو او قدرتونو محدودول دي. په بل عبارت، دوی اسرائیلو ته په منځني ختیځ کې د لوېدیځ د سترګو، غوږونو او لاس په سترګه ګوري.

هغو دولتونو ته په پام سره چې په منځني ختیځ کې په بشپړه توګه له لوېدیځ سره یو ځای شوي دي او د هغو درنو مالي، سیاسي او حیثیتي مصارفو ته په پام سره چې لوېدیځ یې د اسرائیلو د ملاتړ لپاره ورکوي او ادا کوي، پوښتنه پیدا کېږي چې ولې اروپا او امریکا په خپل ټول توان او کله په ښکاره بې عزتي سره د اسرائیلو ملاتړ ته دوام ورکوي؟ ولې له اسرائيلو او عربي هېوادونو سره د لوېديځ په تعامل کې، انډول او جديت نشته؟

اوس څرګنده شوې ده چې د صهیونیسټانو لپاره د لوېدیځ په تیره بیا د امریکا ملاتړ، د صهیونیسټانو لپاره له خیره او حتی په دې سیمه کې له خاصو سیاسي هدفونو څخه هم د صهیونیسټانو د قدرتمنو لابیو، تمویلونو او رسنیو په تسلط کې دی.

د 2024 کال د اپریل په 29 مه، د ټیکساس په پوهنتون کې د متحده ایالاتو پولیسو لخوا د اسرائیلو د جرمونو پروړاندې د یوه معترض نیول. د عکس سرچینه: رویټرز

 د امریکايي پوهنتونونو د محصلینو له پاڅون سره، د امریکا د حکومت د مقابلې څرنګوالی، چې لیبرالیزم ته یې د هغوی په وفادارۍ کې د هغوی بې صداقتي تر پوښتنې لاندې راوستې، په ښکاره ډول ښيي چې د امریکا عاقله قوه او د قاهرې اراده د امریکا د سخت دریځو لابيو یعني د صهیونیسټي لابي په بشپړ اسارت کې ده.

په متحده ایالاتو کې د غوره لسو یا اوو پوهنتونونو په منځ کې ، چې ځینې وختونه د نړۍ غوره پوهنتونونه (Top Ten)  ګڼل کېږي، ډېری یې په بشپړ ډول د اسرائیل پلوه یهودانو تر تسلط لاندې دي. موږ لا هم نه دي هېر کړي چې څنګه په 2006 کال کې، د هارورډ مشر په رسمي توګه اعلان وکړ چې دا به زما لپاره د شرم خبره ده، چې د یوه پوهنتون رئیس و اوسم چې پکې له اسرائیلو سره مخالفت کوي.

د مظلوم فلسطین په ملاتړ د محصلینو غورځنګ چې د امریکا په سترو پوهنتونونو لکه هاروارډ، کولمبیا او پرنسټن کې وده کوي، د خپلو انساني او اخلاقي ګټو او د فلسطین د ملت لپاره له خدمت سربېره، دوه ستر حقایق روښانه او ښکاره کړل: یو، د امریکايي لیبرالیزم فریب یا حتی زوال او بل، د صهیونیسټانو په لاس کې د امریکا د سیاست، استدلال او مدیریت اسیر کول.

د محصلینو د دغه غورځنګ د ملاتړ ترڅنګ، موږ دنده لرو چې نړۍ له دغو حیاتي واقعیتونو، یعنې د لیبرالیزم له فریب او د صهیونیسټانو په لاس د اروپا او امریکا د تسلط په اړه نوره هم اشنا کړو. د نړۍ په هر ګوټ کې د محصلینو غورځنګ، په سیاست، کلتور او اقتصاد کې د بدلون یو مهم مرکز دی. د نړۍ په هر ګوټ کې د دې غورځنګ ځپل، هم غندل شوي او هم ناسم ګڼل کېږي او له درایت او رتلونکي لید څخه لرې دي. د زده کړیالانو د غورځنګ ځپل کله په فزیکي توګه ترسره کېږي، او کله هم د سیاسي لارو په وژلو او د صنفي غوښتنو امله د زده کړیالانو بیولو او ځینې وختونه یوازې د آزادۍ یا حتی ډله ایز او انفرادي محدودیتونو له امله. د محصلینو د سیاسي نیوکو او اعتراضونو پر وړاندې د زغم یوه اندازه، چې تر ټولو کمه لاسته راوړنه یې د محصلینو د غوښتنو د ډول او کچې لوړو سیاسي او ټولنیزو نظریاتو ته لوړول دي.

موږ له صهیونیسټي رژیم سره د امریکې د حکومت د بې حده ملاتړ  او د اسرائیلو په خلاف د امریکې د پوهنتونونو د محصلینو له پاڅون د ملاتړ ترڅنګ، ټولو ته د محصلینو، استادانو او پوهنتونونو د درناوي او د محصلینو د غوښتنو د تائیدولو بلنه ورکوو.

کلیدي اصطلاحات: لیبرالیزم څه شی دی، لیبرالیزم دموکراسي څه شی دی، لیبرالیزم او اسلام، له اسرائیلو د امریکا ملاتړ، په نړۍ کې لیبرالیزم

سرچینه: د دینونو او مذهبونو پوهنتون پورټال

ټیګونه