May 02, 2024 13:36 Asia/Kabul
  • د اړیکو عادي کول ستونزه نه حلوي؛ فلسطین باید بېرته خپلو اصلي مالکینو ته ورکړل شي
    د اړیکو عادي کول ستونزه نه حلوي؛ فلسطین باید بېرته خپلو اصلي مالکینو ته ورکړل شي

پارس ټوډې - امام خامنه يي پرون چهارشنبه د معلم د ورځې (د شهید مطهري د شهادت د کلیزې) په مناسبت د ټول ایران له زرګونو استادانو او کلتوريانو سره په کتنه کې، په امریکا او نورو هېوادونو کې د فلسطین د ملت په ملاتړ د مظاهرو پراخېدل، د نړۍ په عامه افکارو کې د غزې د مسئلې د لومړیتوب دوام نښه وبلله او ټینګار یې وکړ: د صهیونیسټي رژیم جنایتونه او له هغې سره د امریکې ملګرتیا، د نیواکګر رژیم نفي کولو او د امریکا پر وړاندې د بدبینۍ په تړاو د ایران د نظام او ملت د دریځونو حقانیت ثابت کړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې، پر غاصب رژیم باندې د عامه افکارو د فشار زیاتېدل ضرورت وبلل او زیاته یې کړه:

د صهیونیسټي بزدله وحشیانه او ظالمانه چلند، د اسلامي جمهوریت او د ایران د ملت د دریځ  حقانیت ثابت کړ او د څو دېرشو زرو کسانو وژل چې نیمايي یې ښځې او ماشومان دي، د صهیونیسټي د شریر او خبیث رژیم ذات او د ټولې نړۍ لپاره د ایران د دایمي دریځ حقانیت ښکاره کړ.

امام خامنه يي د اسرائیلو د جنایتونو په اعتراض کې، د محصلینو له تاوتریخوالي او تخریب پرته اعتراض پر وړاندې د امریکې او د هغوی د اړوندو ادارو چلند، د امریکې د حکومت په خلاف د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ یو بل ثبوت وباله او وویل:

دې مسئلې ټولو ته وښودله چې امریکا د غزې د خلکو د وژلو په نه بخښونکې ګناه کې له صهیونیسټانو سره  شریکه ده او د هغوی ځینې ظاهراً د رحم وړ خبرې هم دروغ دي. له همدې امله، د اسلامي جمهوریت دریځ چې نه شي کولای د امریکا پر حکومت خوشبین او باوري وي، ثابت شو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین د مسئلې یوازینۍ حل لاره، چې د ایران له خوا وړاندیز شوې، یعنې د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو په ګډون، خپلو اصلي مالکانو ته د فلسطین ورکول وبلل او ټینګار یې وکړ:

د لوېديځې آسيا ستونزه به تر هغې حل نه شي، تر څو چې فلسطين بېرته خپلو خاوندانو ته نه وي رسېدلی او که حتی د شلو يا دېرشو کلونو لپاره هم هڅه وکړي چې صهيونيسټي په پښتو ودرېږي، چې ان شاءالله دوی به ونه توانېږي، دا ستونزه به حل نه شي.

امام خامنه يي زیاته کړه:

فلسطین باید خپلو خلکو ته ورکړل شي او د فلسطیني نظام له جوړېدو وروسته، باید دوی خپله پریکړه وکړي، چې له صهیونیسټانو سره څه وکړي.

امام خامنه يي: فلسطین باید خپلو خلکو ته ورکړل شي

 هغوی له صهیونیسټي رژیم سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره وویل:

ځينې خلک فکر کوي چې په دغو اقداماتو سره به ستونزه حل شي، په داسې حال کې چې د صهيونيسټي رژيم او شاوخوا عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو په عادي کولو سره به، نه يوازې ستونزه حل نه شي، بلکې ستونزه به د هغو حکومتونو په لور روانه شي، چې د نیواکګر رژیم پر جنایتونو  یې په سترګو پټولو سره، دوی ته د ملګرتیا لاس ورکړی او ملتونه به د خپلو دولتونو پر وړاندې راپورته شي.

په دغه کتنه کې حضرت امام خامنه يي هم د معلم د ورځې د مبارکۍ په ترڅ کې، د معلم احترام او قدرداني د ملت د فرد فرد دنده وبلله او څرګنده يې کړه چې ښوونه او روزنه د اهميت او نفوذ له لحاظه له بل هېڅ بنسټ سره نه شي پرتله کيداى، وویل:

د ځوان نسل د هویت رامنځته کول او په هغوی کې د لېوالتیا او هیلو پیدا کول، د ښوونکو پرلپسې بدلون، مادي او غیر مادي ځواکمنتیا، د ښوونکو د روزنې د مرکزونو ملاتړ، د ښوونیزو مرستیالانو پیاوړتیا او د ښوونکو په ټولنه کې د الګو جوړول، د ښوونې او روزنې مهم موضوعات دي.

"ځواکمنتیا" بله موضوع وه چې آیت الله خامنه یي د تعلیم د دندو په اړه بیان کړه.

هغوی وویل:

د ښوونکو پر معنوي او مادي ځواکمنتیا تل ټینګار شوی او اوس هم باید په دې برخه کې هر ډول کار وشي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ټولنیزو زیانونو د رامنځته کېدو او خپرېدو مخنیوی له ځوانانو د تمې یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه:

د دې مهم ټکي د تحقق مقدمه او شرط دا دی، چې پخپله په ښوونځيو کې هېڅ ټولنیز زیان شتون ونه لري چې دا  د تعلیمي مرستیال له وظیفو څخه دی.

د هېواد د بنسټيزو مسايلو او تنکيو ځوانانو لپاره د نظام سم بيانول، د پوهنې د مرستيال بله دنده وه چې د انقلاب معظم رهبر ورته اشاره وکړه او ويې ويل:

که په میلیونونو ځوانان د هېواد په اساسي ګټو او مسایلو پوه شي، د دوست او دښمن له جبهو خبر وي او د هېواد د دښمنانو د شومو اهدافو پر وړاندې ودرېږي، د دښمنانو لویه رسنیزه او سیاسي پانګه به کومه پایله ونه لري.

امام خامنه يي زیاته کړه:

زده کوونکي، ځوانان او تنکي ځوانان باید د نظام د سیاستونو او چلند له منطق څخه خبر وي او پوه شي چې د ایران د ملت د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرائیلو» شعارونو تر شا کوم منطق پروت دی او ولې ایران له ځینو هېوادونو او حکومتونو سره د اړیکو د جوړېدو اراده نه لري؟

"زده کوونکي ته د ملي لید وړاندې کول" بله تمه وه چې د انقلاب رهبر ورته اشاره وکړه او ویې ویل:

ملي مفکوره په دې مانا چې زده کوونکي پوه شي چې زده کړه او ټولګي د پرمختګ د عمومي حرکت یوه برخه ده چې هېواد او نظام حرکت کوي، نو اړینه ده چې زده کوونکي له ملي ویاړونو، د هېواد لاسته راوړنو، هغه بریاوې چې د سمې لارې څخه راځي آشنايي ولري او همدارنګه له خطرونو او دښمنیو څخه خبر وي.

هغه د امید پیدا کول د ښوونکو بله دنده وګڼله او زیاته یې کړه:

هیله د هېواد د راتلونکي تضمین دی او که څوک د ځوانانو په زړونو او روحونو کې امیدونه راوړي، په حقیقت کې د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مرسته کړې ده او همدا لامل دی چې موږ په وار وار د امید پر پیدا کولو ټینګار کوو.

مهمې جملې: په ایران کې د معلم ورځ، امام خامنه يي څوک دی؟ په امریکا او اروپا کې د فلسطین په ملاتړ مظاهرې، اسرائیل او امریکا، په غزه کې د اسرائیلو جنایتونه، د فلسطین هېواد

ټیګونه