May 02, 2024 16:10 Asia/Kabul
  • د پیو ټولپوښتنه؛ له فلسطینیانو سره د امریکا د ټولنیزو شبکو د نسل خواخوږي / له اسرائیلو سره د رسنیو د زبرځواک نسل
    د پیو ټولپوښتنه؛ له فلسطینیانو سره د امریکا د ټولنیزو شبکو د نسل خواخوږي / له اسرائیلو سره د رسنیو د زبرځواک نسل

پارس ټوډې - د یوې سروې له مخې چې په اپریل کې خپره شوې، د امریکایانو نوی نسل، د دوی د پخوانیو نسلونو برعکس، د اسرائیلو په پرتله، د فلسطینیانو په اړه ډېر مثبت نظر لري.

د پیو وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې امریکايي ځوانان، د اسرائیلو په پرتله د فلسطین له خلکو سره ډېر خواخوږي لري. د دې راپور له مخې، د امریکا یو پر درېیمه برخه لویان چې عمرونه یې د 30 کلونو څخه کم دي، ویلي چې دوی په بشپړه توګه یا اکثره د فلسطین له خلکو سره خواخوږي لري، دا په داسې حال کې ده چې 14 سلنه له اسرائیلو سره خواخوږي لري.

د پیو څېړنیز مرکز لخوا په یوه سروې کې چمتو شوې شمېرې

همدارنګه د دې سروې له مخې، ځوان امریکایان د اسرائیلو په پرتله د فلسطین د خلکو په اړه ډېر ښه نظر لري. د دې سروې پر بنسټ، له 30 څخه د کم عمر په لسو امریکایانو کې، 6 یې د فلسطین خلکو ته مثبت نظر لري، په داسې حال کې چې 46 سلنه د اسرائیلو په اړه مثبت نظر لري.

د پیو څېړنیز مرکز لخوا په یوه سروې کې چمتو شوې شمېرې

په دې اساس، په وروستیو کلونو کې د امریکایي ځوانانو په منځ کې د اسرائیلو په اړه نظرونه خراب شوي دي. د 30 کلونو څخه کم عمر لرونکي کسان د 2019 کال راهیسې د اسرایئلو په اړه په ښه نظر سره، 17 سلنه راټیټ شوي، په داسې حال کې چې د فلسطین په اړه نظر د دې مودې په اوږدو کې نه دی بدل شوی.

د دې سروې له مخې، په مقابل کې د امریکا پخواني نسلونه  اسرائیلو ته زیات تمایل لري.

د موجوده تحلیلونو له مخې، د دې  کار یو لامل، د دې نسلونو د معلوماتو د سرچینو یو توپیر دی. زاړه نسلونه په تلویزیونونو، خبري شبکو او ورځپاڼو پورې تړلي وو، چې د امریکايي ځواک د جریانونو لخوا تولید شوي، په داسې حال کې چې نوی نسل خپل معلومات په مستقیم ډول او پرته له منځګړیتوب څخه د ټولنیزو شبکو څخه ترلاسه کوي، چې په طبیعي توګه ډېره آزادي لري.

دا سروې په تېره میاشت کې او په غزه کې د فلسطینیانو پر ولس باندې د اسرائیلو د پراخو حملو په نظر کې نیولو سره شوې ده.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسي، د یوشمېر لوېدیځو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره، اسرائیلي رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په خلاف نوی پراخ قتل عام پیل کړی دی .

د وروستیو راپورونو له مخې، پر غزې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې څه دپاسه ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان، له ۷۷ زرو څخه زیات کسان ژوبل او څه دپاسه ۱۰ زره کسان هم ورک شوي دي.

اسرائيلي رژيم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطين خاورې ته د يهودانو د مهاجرت له لارې، چې زياتره يې اروپايان دي، رامنځته او په ۱۹۴۸ کال کې يې شتون اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره، د ډله ایزې وژنې بېلابېل پلانونه تر سره شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون، د نړۍ یو شمېر هېوادونه د دغه رژیم نسکورېدل او خپلو اصلي هېوادونو ته د یهودانو بېرته ستنېدل، د دغې ستونزې د حل لاره ګڼي. د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې د فلسطین خلک باید په دې زمینه کې تصمیم نیونکي وي او د ټولپوښتنې له لارې اعلان وکړي، چې آیا دغه یهودي کډوال غواړي او که نه.

سرچینه:

Younger Americans stand out in their views of the Israel-Hamas war. 2024. Pew Research Center

کلیدي ټکي: له فلسطینیانو سره خواخوږي، له اسرائیلو کرکه، په غزه کې د اسرائیلو جنایتونه، ټولنیزې شبکې، په امریکا او اروپا کې د فلسطین پلوي مظاهرې، امریکا او اسرائیل

ټیګونه