-
ټرمپ یوې لیکوالې ته د ۸۳ میلیونه ډالرو په ورکړې محکوم شوی
Jan 27, 2024 04:13د فارس انټرنیشنل خبري ډلې د راپور له مخې؛ په نیویارک کې یوې محکمې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ محکوم کړی چې لیکوالې جین کیرول ته درې اتیا اعشاریه درې میلیونه ډالره جریمه ورکړي.
-
د هند په وارانسي ښار کې یو جومات د مندر پر سر جوړ شوی
Jan 27, 2024 03:55پر مسلمانانو د هندو عریضه کونکو وکیل ویلي، چې د هند د لرغون پېژندنې سروې موندلې چې د هندوانو یو ترټولو سپیڅلي ښار کې د ۱۷مې پیړۍ یو جومات د هندوانو د یوه معبد له ویجاړولو وروسته جوړ شوی و.
-
د انصاف نړیوالې محکمې د اسرائیلو پرضد تورونه سم وبلل
Jan 26, 2024 14:04زمونږ خبریال راپور راکړی په هالینډ کښې دیره د انصاف نړیوالې محکمې د فلسطینیانو د نسل وژنې په دوسیې کښې د جنوبي افریقا لخوا لګول شویو تورونو په سم بللو سره وویل او د رایې د نه اورولو لپاره د اسرائیلو غوښتنه یې رد کړه.
-
د انصاف نړیواله محکمه نن د اسرائیلو په هکله فیصله کوي
Jan 26, 2024 12:21اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی په هالینډ کښې دیره د انصاف نړیواله محکمه نن د فلسطین په غزې تړانګې کښې د نسل کشۍ په دلیل د صهیونیسټ رژیم پرضد د جنوبي افریقا د شکایت په هکله رایې ورکوي.
-
د یمن یوه پلاوي روسیې ته سفر کړی
Jan 26, 2024 10:40زمونږ خبریال راپور راکړی د امنیت د کړکیچ له سختیدا او په سره سمندر کښې د اسرائیلو د ملاتړي امریکايي ائتلاف له شتون سره په یووخت د یمن د حکومت یو پلاوی د روسیې له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره ماسکو ته ورغی.
-
ملګروملتونو له عراق څخه د امریکا د وتلو هرکلی کړی
Jan 26, 2024 08:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ملګرو ملتونو له عراق څخه د امریکا د پوځيانو د وتلو په هکله د بغداد او د واشنګټن ترمینځ د خبرو هرکلی وکړ.
-
د جمهوري پالو په ګوند دننه کې په لومړنیو ټاکنو کې دوهمه بریا، ټرامپ ته کار نور هم اسانه شو
Jan 25, 2024 10:08د امریکا مخکني ولسمشر دونالد ټرامپ د امریکا د نیوهمپشایر په ایالت کې د جمهوري پالو په ټاکنیزو سیالیو کې، مخکښ شو، هغه د دې ایالت په ټاکنو کې له ۵۴ سلنه زیاتې رایې تر لاسه کړې. نیکي هیلي هم ۴۳ نیم سلنو رایو په تر لاسه کولو سره دوهمه شوه.
-
د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
Jan 25, 2024 01:25نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۱۳مه، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نېټې سره برابره ده، د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام حضرت امیرالمومنین علي (ع) د زوکړې له ورځې سره سمون لري.
-
د روسي الوتکې نسکورېدو له امله د اوکراین ۶۵ تنه بندي سرتیري وژل شوي
Jan 25, 2024 02:50د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې هغه ستره الوتکه غورځېدلې چې پکې د اوکراین ۶۵ تنه بندیان لېږدول کېدل او ټول مړه شوي دي.
-
د هندوستان په مسلمانانو باندې د تندلارې هندوانو له خوا د فشارونو زیاتوالی
Jan 24, 2024 09:52لکه څرنګه چي د اټکلولو وړ وو د اوتارپرادش په ایالت کې د بابړي جومات په ځای د رام د معبد له پرانیستل کېدو وروسته چي د تندلارو هندوانو له خوا پرانیستل شو د هندوستان په مسلمانانو باندې د ټولنیزو فشارونو یو نوی پړاو پیل شو، د لارې د بندېدو او غیرقانوني جوړښتونو په پلمې سره په مومبی ښار کې د مسلمانانو د دوکانونو هوارېدا، د رام د معبد د پرانیستل کېدو له سملاسي پایلو څخه بلل کیږي.