د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه
Jun 19, 2024 11:44 Asia/Kabul
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یونما وايي، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه به د جمعې په ورځ د سرطان په لوموړۍ جوړه شي.
یوناما ویلي چې د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت تشریح کړي.
د امنیت شورا د وروستي ځل لپاره د افغانستان په اړه غونډه د تیر هجري کال د حوت میاشتې په نیمايي کې جوړه کړې وه.
د افغانستان په اړه د دې شورا راتلونکې غونډه به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو تر غونډې مخکې په دوحه کې جوړه شي.
ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو درېیمه غونډه د سرطان میاشتې په لسمه او یوولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب جوړه شي.
ټیګونه