چین: د امریکې بندیزونه «اقتصادي بدماشي» ده
پارس ټوډی- چین د امریکې له خوا په خپلو ۴۳ شرکتونو باندې د بندیزونو لګیدل وغندل او هغه یې اقتصادي بدماشي وبلله.
پارس ټوډی- چین د امریکې له خوا په خپلو ۴۳ شرکتونو باندې د بندیزونو لګیدل وغندل او هغه یې اقتصادي بدماشي وبلله.
بیجنګ د بندیزونو په لسټ کښې له څلویښتو د ډیرو چیني شرکتونو او ارګانونو په زیاتولو کښې د امریکې اقدام وغنده او ټینګار یې وکړ چې د چیني شرکتونو د ګټو دفاع به وکړي.
د چین د سوداګرۍ د وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د امریکې دغه کار، حقیقي بنسټ نه لري او په واشنګټن یې تور پورې کړ چې په اجباري کار او د انساني حقوقو په خلاف ورزۍ پورې د اړنده ادعاو په کارولو سره یې دغه مسائل، د یواړخیزو بندیزونو د لګولو لپاره یوه پلمه ګرځولې ده.
د چین حکومت اعلان وکړ چې د هیواد د شرکتوو د ګټو د ساتنې لپاره به ضروري اقدامات وکړي.