ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له خپلو حقوقو دفاع کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178878-ایران_د_نړیوالو_قوانینو_په_چوکاټ_کې_له_خپلو_حقوقو_دفاع_کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر له نیویارک څخه تر راستنېدو وروسته په یوې خبري غونډې کې، د دغه سفر د لاسته راوړنو او ترسره شویو لیدنو په تشریح کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو قوانینو او ژمنو په چوکاټ کې له خپلو حقوقو دفاع کوي او اجازت به ورنه کړي چې نور هېوادونه هر څه چې غواړي پر ایران  ئې وتپي.
(last modified 2026-09-27T00:56:22+00:00 )
Sep 27, 2026 05:22 Asia/Kabul
  • ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له خپلو حقوقو دفاع کوي

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر له نیویارک څخه تر راستنېدو وروسته په یوې خبري غونډې کې، د دغه سفر د لاسته راوړنو او ترسره شویو لیدنو په تشریح کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو قوانینو او ژمنو په چوکاټ کې له خپلو حقوقو دفاع کوي او اجازت به ورنه کړي چې نور هېوادونه هر څه چې غواړي پر ایران  ئې وتپي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور ر اکړ، ډاکټرمسعود پزشکیان د خلکو د ملګرتیا او ملاتړ  د ډیرې مننې په ترڅ کې نیویارک ته د خپل سفر د بهیر په اړه وویل: د سفر پر مهال په الجزایر کې د سونګو  د اخیستلو لپاره تم شوو او په همدې فرصت کې مو د دغه هېواد له کورنیو چارو وزیر سره هم لیدنه وکړه، چې د الجزایري چارواکو له مناسب هرکلي سره مخ شوه.

پزشکیان زیاته کړه: له نیویارک ته تر رسېدو وروسته، کله چې د امریکا د ولسمشر له څرګندونو خبر شوو،نو د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې زمونږ د وینا تګلاره هم د دغو څرګندونو  په وجه بدله شوه  او له همدې امله مو په څرګندو ټکو د ایران، د ایران د شجاع ملت د لارې، باورونو او اعتقاداتو کلکه دفاع وکړه

هغه د سفر په ترڅ کې د ډیپلوماټیکو پروګرامونو د ګڼوالي په اړه وویل: د غونډې له پای ته رسېدو وروسته مو د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره ګڼې لیدنې ترسره کړې،   او دغه راز  له نړیوالو رسنیو سره ګڼو مرکو، د مهمو رسنیو له مدیرانو سره د غونډې جوړولو، له امریکايي څېړنیزو مرکزونو او متخصصانو  سره د لیدنې او همدارنګه په امریکا کې له مېشتو یو شمېر ایرانيو متخصصانو  او نورو ایرانیانو سره د خبرو یادونه  هم کولی شو ، له نیویارکه د مېشتو ایرانیانو سره لیدنه یوه  په زړه پورې او ارزښتناکه غونډه وه او له بېلابېلو سیمو څخه ایرانیان پکې ګډونوال وو

هغه زیاته کړه: په دغو  ټولو لیدنو او خبرو کې مو هڅه وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت مظلومیت او د امریکا او صهیونیستي رژیم جنایتکار اقدامات په څرګندو ټکو بیان کړو.

ډاکټر پزشکیان په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر تګلاره د نیوکې په ترڅ کې وویل: «له یوې خوا د سیمې بیخ بینائي تاسیسات، خلک، ساینسپوهان او بېلابېل مرکزونه په نښه کول او له بلې خوا د بشري حقوقو د دفاع ادعا کول ناشوني دي. هغه بندیزونه چې په مستقیم ډول د خلکو پر ژوند اغېز کوي، زمونږ له نظره د ایران د ملت پر وړاندې  یو سپیره  او غیر انساني اقدام دی.