د  کاربندیزونو  څپه د انګلستان د ډیپلوماسۍ تر زړه ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178876-د_کاربندیزونو_څپه_د_انګلستان_د_ډیپلوماسۍ_تر_زړه_ورسېده
پارس ټوډې – په لیورپول کې د انګلستان د واکمن ګوند د کلني کنفرانس له پیل او د حکومت د کړنو پر وړاندې د اعتراضونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ناراضه کارکوونکي هم د دندو د پراخ کمولو او د کاري امنیت د لا خرابېدو په غبرګون کې کاربندیز کوي.
(last modified 2026-09-27T00:46:04+00:00 )
Sep 27, 2026 05:14 Asia/Kabul
  • د  کاربندیزونو  څپه د انګلستان د ډیپلوماسۍ تر زړه ورسېده

پارس ټوډې – په لیورپول کې د انګلستان د واکمن ګوند د کلني کنفرانس له پیل او د حکومت د کړنو پر وړاندې د اعتراضونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ناراضه کارکوونکي هم د دندو د پراخ کمولو او د کاري امنیت د لا خرابېدو په غبرګون کې کاربندیز کوي.

 پارس ټوډې د ایرنا په حواله راپور ورکړی، د انګلستان د عامه او سوداګریزو خدمتونو اتحادیې (PCS) اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به د دوشنبېپه ورځ یعنی ، د سپتمبر په ۲۸   له کارونو لاس واخلي او په لندن او د سکاټلنډ په ایسټ کیلبراید کې به د دغه وزارت د ودانیو مخې ته اعتراضيه غونډې جوړې کړي.

د اعلان شوي پلان له مخې، د دوشنبې کاربندیز به ټوله ورځ دوام وکړي او د کارکوونکو اعتراضيه غونډې به د سهار له ۸ بجو تر ۱۰ بجو پورې په لندن کې د کینګ چارلز سړک پر مرکزي ودانۍ او په ایسټ کیلبراید کې د «ابرکرامبي هاوس» ودانۍ مخې ته ترسره شي.

دا اقدام د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د نیمې ورځې کاربندیز په دوام کې ترسره کېږي او وخت ئې په لیورپول کې د کارګر ګوند له کلني کنفرانس سره هم‌مهاله ټاکل شوی دی. دغه کنفرانس له یکشنبې څخه تر چهارشنبې پورې دوام کوي او ټاکل شوې ده چې د حکومت لوړپوړي وزیران پکې د واکمن ګوند د راتلونکو سیاستونو او پروګرامونو په اړه وینا وکړي.

د PCS اتحادیې اعلان کړی چې د دوشنبې ورځې کاربندیز په قصدي توګه د کارګر ګوند په کنفرانس کې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر اډ میلیبنډ له وینا سره هم‌مهاله تنظیم شوی، څو پر نوموړي دباؤ  زیات شي او د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو په کاري شخړې کې مستقیم  مداخلت وکړي.

د اتحادیې په وینا، د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت لسګونه کارکوونکي د اداري جوړښت د بیا تنظیم په بهیر کې له نفسیاتي  دباؤ، اضطراب او د خپل کاري راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ شوي دي.