له خپلو  وړاندې کړئ شوو شرطونو څخه به شاتګ ونه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178880-له_خپلو_وړاندې_کړئ_شوو_شرطونو_څخه_به_شاتګ_ونه_کړو
د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څنډې کې ئې په ټولو غونډو کې د هرمز تنګي په اړه د خپل هېواد پر شرطونو او غوښتنو ټینګار کړی دی
(last modified 2026-09-27T01:11:12+00:00 )
Sep 27, 2026 05:38 Asia/Kabul
  • له خپلو  وړاندې کړئ شوو شرطونو څخه به شاتګ ونه کړو

د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څنډې کې ئې په ټولو غونډو کې د هرمز تنګي په اړه د خپل هېواد پر شرطونو او غوښتنو ټینګار کړی دی

د تسنیم خبري اژانس د   راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څنډې کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «سږ کال په عمومي اسمبلۍ کې زمونږ شتون ډېر فعال و. ولسمشر  له بریالي سفر او کوټلو لیدنو وروسته بیرته ستون شوی،البته  په ملګرو ملتو کې ئې  ډېر فعال ؤ؛ ګڼې لیدنې، ګڼې مرکې او هغه پیاوړې وینا چې په عمومي اسمبلۍ کې یې وړاندې کړه.  دستاینې وړ ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د دې ترڅنګ ما هم ګڼې لیدنې درلودې. په ټولو دغو لیدنو کې زمونږ اساسي دریځ دا و چې د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو او د مذاکراتو د پرمختګ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت شرطونه بیان کړو؛ هغه شرطونه چې د ملي امنیت په عالي شورا کې ټاکل شوي دي.

عراقچي وویل: «مونږ پابنده یوو چې دغه شرطونه دلته سمه توګه بیان  او وړاندې کړو او له هغوی کلکه دفاع وکړو. الحمدلله، دا کار زمونږ په ټولو لیدنو کې په رسمي توګه ترسره شو. له منځګړو سره په هغو لیدنو کې هم دغه شرطونه په بشپړه توګه هغوی ته منتقل، تشریح شول او هغوی هم دغه شرطونه  امریکايي لوري ته ورسول.

هغه د دې په بیانولو سره چې موږ په ټولو لیدنو کې له خپلو دریځونو، خپلې تګلارې او هغو شرطونو څخه چې ټاکلي مو وو، دفاع کړې ده، وویل: «ټوله نړۍ او د نړۍ منصف هېوادونه په دې پوهه شول چې د ایران اسلامي جمهوریت، لکه څنګه چې له خپل هېواد څخه یې په ښه توګه دفاع کړې، په ډیپلوماټیک ډګر کې هم تل پیاوړی څرګند شوی او په ځانګړې توګه د بېلابېلو طرحو په وړاندې کولو او د ډیپلوماټیکې لارې په ټاکلو سره  توانېدلی چې ډیپلوماټیکه فضا هم د خپل هېواد په ګټه مدیریت کړي.

هغه وویل: «موتږ د امریکا د ولسمشر لومړنی غبرګون ولید، خو تر اوسه د منځګړو له خوا موږ ته څه نه دي انتقال شوي. البته د امریکا ولسمشر هم ځینې ښې خبرې او هم ډېرې متناقضې خبرې کړې دي، چې له بده مرغه موږ یې ډېرې اورو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: «مونږ په تمه یو چې د منځګړو له لارې د هغوی وروستي او قطعي نظرونه مونږ ته انتقال شي او د هغو پر بنسټ به پرېکړه وکړو.