په ټول عراق کښې د تیارسي امر وشه
پارس ټوډی- د عراق وزیراعظم او د وسله والو ځواکونو مشر قومندان په پوځي اډو او قرارګاهو کښې د تیارسي د سویې د لوړولو حکم صادر کړی دی.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د عراق د وسله والو ځواکونو د مشر قومندان ویاند «صباح النعمان» وویل: وزیراعظم او د وسله والو ځواکونو مشر قومندان «علي فالح الزیدي» امر کړی چې د دغه هیواد په ټولو پوځي اډو او قرارګاهو کښې د تیارسي او چمتووالي سطحه لوړه شي.
«صباح النعمان» زیاته کړه: د وسله والو ځواکونو مشر قومندان همداشان د هر ډول حملې یا نفوذ د شنډولو لپاره د اطلاعاتي مخنیوي د پلانونو په اجرا ټینګار کړی دی.
د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند په پاې کښې د راډاري، وار مخکښې معلومونې او دافع هوا سیسټمونو د سنبالښت او وسله وال کولو د پروګرام په اجرا کښې د چټکوالي لپاره د الزیدي د حکم خبر ورکړ.
دغه اقدامات د بصره، واسط، کرکوک او دیاله په شمول د عراق په ځینو سیمو کښې د الحشد الشعبي په سنګرونو باندې د عربستان او امریکې د چهارشنبې له ګډو حملو وروسته ترسره کیږي.
یاد بریدونه د عربستان په ختیځ کښې د تیلو په تاسیساتو باندې د ډرون حملو په پلمه وشول، هغه ادعا چې د عراق اسلامي مقاومت له مخکښې نه د سعودي په شمول په نورو هیوادونو باندې د عراق له خاورې هر ډول حمله رد کړې وه.