پاکستان ته د طالبانو د شخړې ختمولو پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175974-پاکستان_ته_د_طالبانو_د_شخړې_ختمولو_پیغام
طالبانو اعلان وکړ چې دوي له پاکستان سره شخړه او تاوتریخوالی نه غواړي.
(last modified 2026-08-03T03:30:32+00:00 )
Aug 03, 2026 07:56 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د طالبانو د شخړې ختمولو پیغام

طالبانو اعلان وکړ چې دوي له پاکستان سره شخړه او تاوتریخوالی نه غواړي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد وايي چې کابل هڅه کوي له پاکستان سره تاوتریخوالی حل کړي او د شخړې د زیاتولو په تکل کښې نه دي.

د طالبانو ویاند، اسلام آباد د شخړې په جوړولو تورن کړ.

د تیر کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې اړیکې فلج شوې دي.

د طالبانو ویاند وايي چې دا پاکستان دی چې پولې یې تړلي او سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې سوداګري وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅه کوي.