لبناني رسنۍ: د ایران اقتدار ټرمپ شاتګ ته مجبور کړ
پارس ټوډی- یوې لبناني رسنۍ د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار، د تهران خلاف د خپل پوځي ګواښ له اجرا څخه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شاتګ لامل وباله.
پارس ټوډی- یوې لبناني رسنۍ د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار، د تهران خلاف د خپل پوځي ګواښ له اجرا څخه د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شاتګ لامل وباله.
پارس ټوډی د العهد خبري سایټ په حواله لیکلي دي: د ایران له اقتدار او د امریکې هر ډول پوځي تیري ته د دې هیواد له ځوابه د امریکې ویرې، ټرمپ شاتګ ته اړباسه.
په دغه رپورټ کښې راغلي دي: د امریکې هر ډول تیري ته د پریکنده ځواب په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د مقتدرانه دریځ او د دغه هیواد د چارواکو د اعلان له امله ټرمپ پرون سهار له خپل «پوځي تیري» نه شاته شو او ویې ویل چې په ایران باندې د حملې له لغو کولو سره یې موافقه کړې ده.
د دغه رپورټ په دوام کښې راغلي دي: ټرمپ په عین حال کښې د خپل جوړ کړي بندونه د تیښتې لپاره مدعي شو چې له پوځي تیري شاتګ، د ایران او د لویدیځې آسیا د نورو هیوادونو په غوښتنه شوی دی.
*/*