قالیباف د امریکا جنرال ته په وینا کښې: خپله حقیقي خپسکه ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178324-قالیباف_د_امریکا_جنرال_ته_په_وینا_کښې_خپله_حقیقي_خپسکه_ومنئ
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د پوځ جنرال ډن کین ته په ځواب کښې ولیکل:هغه څه چې یوه ورځ د تاسو لپاره یوه خپسکه وه، همدا اوس په یوه حقیقت باندې بدل شوي دي،دغه حقیقت ومنئ.
(last modified 2026-09-19T05:56:47+00:00 )
Sep 19, 2026 09:48 Asia/Kabul
  • قالیباف د امریکا جنرال ته په وینا کښې: خپله حقیقي خپسکه ومنئ

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د پوځ جنرال ډن کین ته په ځواب کښې ولیکل:هغه څه چې یوه ورځ د تاسو لپاره یوه خپسکه وه، همدا اوس په یوه حقیقت باندې بدل شوي دي،دغه حقیقت ومنئ.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی؛ د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډن کین له دې مخکې د امریکا د پوځ د  سایبري او د هوا فضا ځواک په کانفرنس کښې ویلي وو:

له دې وروسته باید دغه خبره خپل بنسټ وګرځوو چې زمونږ پوځي یونټونه او پوځي چمتووالي به د کورواکه سیسټمونو په وسیله ښکار  شي، په فراکنسۍ کښې به له ګډوډۍ سره مخامخ شي او په لحظه اي ډول به معلوم شي.»

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د پوځ جنرال ډن کین ته په ځواب کښې په خپلې ایکس پاڼه کښې ولیکل: هغه وخت چې پکښې د تاسو ایف پینځه دیرش ډوله او ایف پینځلس ډوله جنګي الوتکې ویشتل کیږي او تاسو مجبوره یاست چې راپور ورکړئ چې یوازې جنګي الوتکو ته تاوان رسیدلی دی همدا اوس پیل شوی دی.