که کومه تېروتنه وکړئ، د دردناکو بریدونو هدف به وګرځئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178448-که_کومه_تېروتنه_وکړئ_د_دردناکو_بریدونو_هدف_به_وګرځئ
پارس ټوډی -    ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه امریکا او د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، که تېروتنه وکړي، د دردناکو بریدونو هدف به وګرځي.
(last modified 2026-09-20T13:06:06+00:00 )
Sep 20, 2026 17:29 Asia/Kabul
  • که کومه تېروتنه وکړئ، د دردناکو بریدونو هدف به وګرځئ

پارس ټوډی -    ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه امریکا او د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، که تېروتنه وکړي، د دردناکو بریدونو هدف به وګرځي.

د ایرنا په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د یکشنبې په ورځ امریکا او د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې ویلي: د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، جنایتکاره امریکا چې په هغه جګړه کې د ماتې د پټولو او د دروغجنو لاسته راوړنو د ترلاسه کولو په لټه کې ده، هغه جګړه چې د صهیونیستانو پر دروغو او صحنه‌جوړونې پیل شوې او په فریب او چل ول سره دوام موندلی، یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د سیمې د ځینو هېوادونو په شنه څراغ سره، د یوه اروپايي هېواد په یوې ګډې غونډه کې، د اسلامي ایران پر وړاندې خپل اقدامات له سره پیل کړي.

دې قرارګاه زیاته کړې: خبرداری ورکوو چې که امریکا د اسلامي ایران پر وړاندې کومه تېروتنه وکړي، په سیمه کې د دغه هېواد ټولې استوګنې او د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مرکزونه او ګټې، پرته له هېڅ ډول محدودیت او ملاحظې، د پرله‌پسې، اغېزمنو او دردناکو بریدونو هدف وګرځي.

خاتم‌الانبیا قرارګاه زیاته کړې: خبرداری ورکوو چې که د سیمې هېوادونه د د ایران اسلامي جمهوریت په اړه د دوه‌ګوني سیاست په دوام سره، پر اسلامي او ځواکمن ایران د لوی شیطان له تېري سره همغږي شي، ټول به په دغه شرارت کې شریک وبلل شي او بیا به نه شي کولای چې د ایران د پیاوړو وسله‌والو ځواکونو د زغم یا نرمښت تمه ولري.