د هرات پیر (د خواجه عبدالله انصاري ژوند او زمانه) ۲
به دې مطلب کې به د خواجه عبدالله انصاري د ماشومتوب او ځوانۍ کلونو ته ور وګرځو؛ هغو کلونو ته چې بېساری استعداد، پراخو زدهکړو، وتلو استادانو او د ژوند د ستونزو تجربو د هغه د علمي او معنوي شخصیت بنسټونه جوړ کړل.
دا د هرات د یوه ماشوم د ژوند د پیل کیسه ده چې وروسته د فارسي ژبې د عرفان او ادب له تر ټولو نامتو څېرو څخه وګرځېد.
زر کاله وړاندې زمانې ته ور وګرځو، هغه ښار ته چې په هغه وخت کې یوازې یو ښار نه و؛ بلکې د پوهې مرکز و، د لوی خراسان له بېلابېلو برخو څخه د حدیث پوهانو، فقیهانو، قاریانو، ادیبانو او عارفانو د تګ راتګ ځای و.
په همدې ښار کې هغه ماشوم نړۍ ته راغی چې وروسته یې د «هرات پیر» وباله.
په بېلابېلو سرچینو کې د خواجه عبدالله د زېږون د کره کال په اړه اختلاف لیدل کېږي.
ډېری روایتونه ۳۹۶ هجري یا (۱۰۰۵ میلادي) کال یادوي او ځینو نورو بل کال راوړی دی. خو په دې اړه اختلاف نشته چې هغه په یوه علمي او دیني چاپېریال کې لوی شو او له ماشومتوبه له قرآن، حدیث، ادب او د خپلې زمانې له دودیزو زدهکړو سره بلد شو.
د هغه بشپړ نوم «ابواسماعیل عبدالله بن ابيمنصور محمد انصاري هروي» دی.
د «انصاري» نسبت یې په سرچینو کې د انصارو له کورنۍ او په پای کې له ابوایوب انصاري سره تړل شوی دی.
دغه نسبت د هغه وخت د ټولنې لپاره یوازې یوه کورنۍ ځانګړنه نه وه، بلکې د دیني او ټولنیز اعتبار نښه هم ګڼل کېده.
خو هغه څه چې د خواجه عبدالله شخصیت یې جوړ کړ، یوازې د هغه نسب نه و؛ د هرات چاپېریال، د هغه استادانو او هغو تجربو چې هغه ترې تېر شو، د دغه شخصیت په جوړېدو کې بنسټیز رول درلود.
هرات په هغه دوره کې د خراسان له مهمو علمي مرکزونو څخه و.
فقیهان، د حدیث عالمان، قاریان، ادیبان او واعظان په دغه ښار کې اوسېدل او د درسي کړۍ او د وعظ منبرونه د ښار د ورځني فرهنګي د ژوند یوه برخه وه.
هغه ماشوم چې په داسې چاپېریال کې لویېده، که استعداد او زیار یې درلود، کولای شول له هماغو لومړیو کلونو څخه د علم او پوهې پر لاره داخل شي.
د عبدالله په اړه سرچینې ټینګار کوي چې هغه بېساری استعداد درلود او دغه استعداد ډېر ژر څرګند شو.
په ځینو روایتونو کې راغلي چې هغه په څلور کلنۍ کې ښوونځي ته ولېږل شو.
دغه ټکی د هغه د ژوندلیک په بیان کې ځکه اهمیت لري چې ښيي د هغه زدهکړې له ماشومتوبه جدي او منظمې وې.
د هغه زدهکړیز پروګرام یوازې په یوه درس پورې محدود نه و.
هغه قرآن زده کاوه، د لیکلو تمرین یې کاوه، مشق یې لیکه، ادبي متنونه یې زده کول او ورو ورو له حدیث او دیني علومو سره هم بلد شو.
همدا ډول د بېلابېلو زدهکړو وروسته د هغه په شخصیت کې ځانګړی ښه والی څرګند شو؛ داسې شخصیت چې هم په حدیث او تفسیر، هم په وعظ او هم په عرفاني نثر کې لوړې مرتبې ته ورسېد.
سرچینو د عبدالله حافظه ډېره پیاوړې بللې ده.
د هغه په ژوند کې د ګڼ شمېر عربي شعرونو، حدیثونو او سندونو د حفظ په اړه روایتونه نقل شوي دي.
څرګنده ده چې په دغو روایتونو کې کله ناکله د مبالغې عنصر هم شته، خو په بېلابېلو سرچینو کې د دغو راپورونو تکرار ښيي چې د خواجه عبدالله حافظه رښتیا هم استثنايي وه.
د دې موضوع اهمیت یوازې په حیرانوونکې ځانګړتیا کې نه دی.
د هغه وخت په علمي دود کې حافظه د زدهکړې له اساسي بنسټونو څخه وه.
هغه څوک چې کولای شول د قرآن، حدیث، شعر او روایتونو لویه برخه په ذهن کې وساتي، په علمي ډګر کې به یې ځانګړی ځای موند.
عبدالله له هماغو لومړنیو کلونو څخه دغه وړتیا له ځانه وښوده.
د هغه د ورځني پروګرام په اړه راغلي چې زدهکړې یې پرلهپسې او پراخې وې.
د ورځې یوه برخه یې د قرآن قرائت ته ځانګړې کوله، یوه برخه یې لیکلو او حفظ کولو ته او یوه برخه یې د ادب او ژبې زدهکړې ته.
دا ټکی مهم دی، ځکه ښيي چې د هغه علمي وده یوازې د طبیعي هوښیارتیا پایله نه وه. د دې پرمختګ تر شا نظم او دوام هم موجود و.
وروسته چې هغه د حدیث د عالم، واعظ او عارف په توګه وپېژندل شو، دغه مقام د کلونو د تمرین، حفظ، لیکلو او شاګردۍ پایله وه.
عبدالله ډېر ژر له لومړنیو زدهکړو تېر شو او لا جدي علمي کړیو ته داخل شو.
په سرچینو کې راغلي چې هغه په نهه کلنۍ کې د «قاضي ابومنصور ازدي» او «جارودي» مجلس ته لار وموندله او د حدیث املا یې لیکله.
دغه راپور، که څه هم په لومړي نظر حیرانوونکی ښکاري، خو د هغه د وختي استعداد په پام کې نیولو سره له تمې لرې نه دی.
په داسې مجلسونو کې حضور دا معنا لرله چې هغه له ماشومتوبه د دیني علومو تخصصي چاپېریال ته داخل شوی و او یوازې په لومړنیو درسونو یې بسنه نه کوله.
دغه بهیر په چټکۍ سره دوام وموند.
ویل شوي چې عبدالله په څوارلس کلنۍ کې منبر ته وخوت او وینا یې وکړ.
دا ټکی له څو اړخونو مهم دی.
لومړی دا چې ښيي هغه په همدې ځوانۍ کې له علمي پلوه دومره وده کړې وه چې د نورو لپاره خبرې وکړي.
دویم دا چې د هغه د وینا ځواک او د ذهن چټکتیا هم له هماغه وخته د پام وړ وه. درېیم دا چې د هرات علمي او دیني ټولنې هم هغه په رسمیت پېژندلی و؛ ځکه په هغه عمر کې پر منبر کښېناستل او خبرې کول د استادانو او د مجلس د اهل له منلو پرته ممکن نه وو.
د خواجه عبدالله انصاري ژوند باید یوازې د هوښیارتیا، حافظې او علمي پرمختګ په څېر په کلمو ونهسپړل شي.
د خواجه عبدالله په شخصیت کې له هماغه لومړنۍ دورې څخه له نابغه توب څخه زیات څه لیدل کېږي.
د هغه د ژوند سرچینې ښيي چې هغه یوازې د معلوماتو د راټولولو په لټه کې نه و. له پوهې سره د هغه لېوالتیا ورو ورو د حقیقت د لټون له یوې ژورې هڅې سره مل شوه.
همدا ځانګړنه ده چې هغه له یوه بااستعداده شاګرد څخه پر داسې شخصیت بدلوي چې وروسته په عرفان او عبادت کې هم ځانګړی مقام مومي.
د هغه په ژوند کې یوه مهمه پېښه هم رامنځته شوه چې په ځینو سرچینو کې ورته اشاره شوې ده.
ویل شوي، خواجه عبدالله تر شاوخوا دیارلس یا څوارلس کلنۍ پورې په نسبي هوساینې او کورني آرام کې ژوند کاوه، خو له هغې وروسته یې پلار خپله کورنۍ او شتمني پرېښوده او بلخ ته ولاړ، خو دې پېښې د کورنۍ ژوند له ستونزو سره مخ کړ.
که دغه راپور معتبر وګڼو، باید هغه د عبدالله د شخصیت په جوړېدو کې له مهمو پړاوونو څخه وبولو.
هغه ځوان چې د علم پر لاره روان وي، که ناڅاپه له بېوزلۍ او کورنۍ بېثباتۍ سره مخ شي، ښايي له خپل مسیر څخه پاتې شي. خو د هغه په اړه داسې ونه شول.
په همدې روایت کې راغلي چې د «شیخ عمو» په نوم یو کس د هغه مرستې ته راغی. دغه مرسته یوازې مالي نه وه، بلکې معنوي او روزنیز اړخ یې هم درلود.
د شیخ عمو ملاتړ سبب شو چې عبدالله د زدهکړو له لارې جلا نه شي.
د ډېرو سترو شخصیتونو په ژوند کې په سختو شېبو کې د یوه ملاتړي شتون ټاکونکی رول لري.
د خواجه عبدالله په ژوند کې هم دغه ملاتړ، ظاهراً، د دې لامل شو چې د بېوزلۍ یا کورني ګډوډۍ فشار د هغه د علمي ودې مخه ونه نیسي.
دغه سخته دوره ښايي یوازې یوه بهرنۍ ستونزه نه وه.
اټکل کېدای شي چې داسې تجربې د هغه د ژوند پر ژور لید هم اغېز کړی وي.
هغه څوک چې په ځوانۍ کې د نړۍ له ناپایدارۍ، د مادي تکیهځایونو له کمزورۍ او د نورو د مرستې له اړتیا سره مخ کېږي، وروسته د فقر، ناتوانۍ، توکل او اړتیا معنا په بل ډول درک کوي. ښايي همدغو تجربو وروسته د هغه د مناجاتو ژبې ته لا ډېره ژورتیا ورکړې وي.
د دغو تجربو ترڅنګ، د عبدالله د استادانو رول ډېر مهم و.
له هغو نومونو څخه چې په سرچینو کې راغلي، «یحیی بن عمار» ځانګړی ځای لري. هغه په تفسیر، حدیث، ادب او وعظ کې مشهور و او طبیعي ده چې د داسې استاد په حضور کې زدهکړې به د عبدالله پر ذهن او ژبه اغېز کړی وي.
«قاضي ابومنصور ازدي» هم د هرات له مهمو علمي څېرو څخه و او د هغه په حضور کې زدهکړو عبدالله د هغه وخت له فقهي او حدیثي دود سره وتاړه.
همدارنګه په ځینو روایتونو کې د شیخ عمو، شیخ عمار او نورو استادانو نومونه هم راغلي دي.
د استادانو دغه ټولګه ښيي چې عبدالله له یوه اړخیزې زدهکړې برخمن نه و، بلکې په هممهاله توګه یې له څو علمي لارو ګټه اخیسته.
هغه شافعي فقه زده کوله، حدیث یې اورېده او لیکه، قرآن او قرائت یې تعقیبوو او په فارسي او عربي شعر او ادب کې هم پرمختګ کاوه.
دغه تنوع وروسته د هغه د شخصیت له مهمو ځانګړنو څخه شوه.
خواجه عبدالله نه یوازې فقیه و او نه یوازې د حدیث عالم. د هغه نثر ښيي چې له ژبې او ادب سره یې ژوره بلدتیا لرله، او د عرفان په تاریخ کې یې مقام هم ښيي چې د هغه ذهن له هماغه پیله د رسمي پوهې له کچې ور هاخوا د څه په لټه کې و.
په راتلونکې برخه کې به هم د خواجه عبدالله انصاري د ژوند په اړه دغه لړۍ ته دوام ورکړو او وبه پوهېږو چې دغه وتلی او ځوان لټونګر شاګرد څنګه د لا ژورې تجربې پر لور روانېږي؛ هغې تجربې ته چې خواجه عبدالله انصاري له یوازې علم زدهکړې څخه ور هاخوا وړي او د سلوک، کشف او عرفان قلمرو ته یې نږدې کوي.
الهی، دانشی ده که راه بنماید،
و دلی ده که در دانستن متوقف نماند.