ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178350-ورځپاڼو_ته_کتنه
نن هم د ایران اکثره مطبوعات د بېلابېلو مسائلو تر څنګ د عربستان او دانصارالله غورځنګ تر مینځ نښتو، په نړۍ کې د تیلو د بیې د لوړېدو د اثراتو او د پاکستان، ترکیې او عربستان دفاعي هوکړې په  هکله لیکنې کړي دي چي مونږ به هم دلته ورته یوه کتنه وکړو.
(last modified 2026-09-19T08:19:38+00:00 )
Sep 19, 2026 12:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

نن هم د ایران اکثره مطبوعات د بېلابېلو مسائلو تر څنګ د عربستان او دانصارالله غورځنګ تر مینځ نښتو، په نړۍ کې د تیلو د بیې د لوړېدو د اثراتو او د پاکستان، ترکیې او عربستان دفاعي هوکړې په  هکله لیکنې کړي دي چي مونږ به هم دلته ورته یوه کتنه وکړو.

لومړی راځو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته

دغې ورځپاڼې په یوه مطلب کې د عربستان، ترکیې او پاکستان تر مینځ دفاعي هوکړې ته کتنه کړې او لیکلي دي د سعودي د یوه چارواکي په وینا، ریاض د پاکستان او ترکیې له مشرانو څخه ځکه ناخوښه دی چې یوازې خبرې کوي، خو عملي مرسته نه کوي.

په مطلب کې راغلی دی: د پاکستان او ترکیې پر وړاندې د یوه سعودي چارواکي بې‌ساري نیوکه، چې پر ریاض د پوځي او اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله شوې، هغه اختلافات یې رابرسېره کړي چې تر دې وړاندې د «ائتلاف» تر نوم لاندې پټ پاتې وو؛ داسې درزونه چې اوس تر بل هر وخت ډېر ځان څرګندوي او بن‌سلمان یې د جګړې څخه د وتلو په برخه کې له نوو ستونزو سره مخ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د ریاض لپاره، د یمن ډګر نور یوازې یوه پوځي صحنه نه ده؛ بلکې د متحدانو د ملاتړ د کچې او د یوې فرسایشي جګړې د دوام لپاره د سعودي د وړتیاو د سنجولو په یوه ازموینه بدله شوې ده. هر څومره چې د بحران لمن پراخېږي، هومره د سیاسي محاسبو او د جګړې د ډګر د واقعیتونو ترمنځ واټن هم لا څرګندېږي. اوس باید پر کاغذ موجود ائتلافونه د جګړې د واقعي لګښتونو پر وړاندې خپل دریځ په عمل کې ثابت کړي.

کیهان زیاتوي: د سعودي رژیم یوه چارواکي له صهیونیستي رژیم د ۱۲ ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د یمن د بدلونونو په اړه د پاکستان او ترکیې پر کړنو په څرګندو ټکو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغو دواړو هېوادونو، سره له خپلو حمایوي څرګندونو، له ریاض سره هېڅ د پام وړ عملي همکاري نه ده کړې. هغه په ناهیلي انداز ټینګار وکړ: «له پاکستان یا ترکیې څخه له څرګندونو پرته بل هېڅ څه نه دي رارسېدلي او هېڅ ډول همکاري نه ده شوې. هغوی یوازې غواړي وسلې وپلوري.»

دغه ګیله په داسې حال کې مطرح شوې چې سعودي رژیم د صنعا د حکومت د ځواکونو تر زیاتېدونکي فشار لاندې دی او ان له امریکا څخه یې هم مستقیم پوځي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

اوس به هم راشو د تهران چاپ جوان ورځپاڼې ته

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا لیکي چي سعودي د دوو اوونیو د اوربند لپاره زاریو ته لاس پورې کړي او له چین، پاکستان، عمان او ځینو نورو هیوادونو څخه د مینځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

جوان لیکي: سعودي عربستان چې د انصارالله د پراخو بریدونو پر وړاندې بې‌وسه شوی او له غربیانو څخه یې هم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، وروستۍ چاره یې له انصارالله سره په یوه هوکړې کې لیدلې ده. له همدې امله، د عمان په منځګړیتوب یې صنعا ته د دوو اوونیو د اوربند وړاندیز کړی، څو ښايي د لنډې مودې لپاره د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه خوندي پاتې شي او ساه تازه کړي؛ خو د انصارالله غورځنګ مشران لنډمهاله طرحه نه مني او د شخړو د پای ته رسولو لپاره د یوې وروستۍ او هر اړخیزې حللارې په لټه کې دي.

ورځپاڼه زیاتوي: په همدې وخت کې، ریاض له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې، څو د یمنیانو د بریدونو د درولو لپاره اقدام وکړي. سره له دې چې سعودي چارواکي د خپل ځان له خوا رامنځته شوي بحران څخه د وتلو لپاره هڅې کوي، راپورونه د یمن پر وړاندې له ریاض سره د صهیونیستي رژیم د استخباراتي مرستو خبر ورکوي؛ هغه مسئله چې د دې لامل کېږي چې یمنیانو د ریاض وړاندیزونو ته په شک او تردید وګوري.

جوان لیکي: سعودي عربستان چې تصور یې کاوه دا ځل به د خپلو مزدورانو په مرسته وکولای شي انصارالله له واکه لرې کړي او د یمن د اشغال لپاره زمینه برابره کړي، خو له څو اوونیو نښتو وروسته اوس د دغه غورځنګ پر وړاندې په سختۍ سره بې‌وسه شوی دی او د یمنیانو له پراخو ګوزارونو وروسته، اوس هرې خوا ته منډې وهي، څو د سیمې د نورو لوبغاړو په مرسته له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره یوه لار پیدا کړي.

رابه شو د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ته

دغه ورځپاڼه بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو خبر ورکوي او لیکي: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تورنه کړې چې هغه څه ته وده ورکوي چې دوی یې «د امریکا ضد ادبیات» بولي، او همدارنګه یې د هغو حکومتونو پر وړاندې په جوړجاړی ډک چلند تورنه کړې چې د بشري حقونو په نقض تورن دي.

ورځپاڼه زیاتوي: دغه پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک حقیقت موندونکي پلاوي راپور خپور شو؛ په دغه راپور کې راغلي چې «معقول دلایل» شته چې باور پرې وشي، امریکايي ځواکونه په ایران کې په عامو وګړو باندې د دوو بریدونو مسؤل وو.

جام جم لیکي: د دغه راپور پر بنسټ، له بریدونو څخه یو یې په میناب کې پر «شجره طیبه» ښوونځي شوی او بل برید په لامرد کې پر یوه ورزشي مجموعه شوی دی. د ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکي پلاوي دغه بریدونه څېړلي او په هغو کې یې د جنګي جنایت د احتمالي ترسره کېدو په اړه پایله وړاندې کړې ده. سپینې ماڼۍ هم د ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکي پلاوي د راپور په غبرګون کې دغه راپور رد کړی او د بشري حقونو په شورا یې نیوکه کړې ده.

لاړ به شو د افغانستان د مطبوعاتو په لور

په سر کې د افغانستان اطلاعات روز ورځپاڼه رااخلو چي د طالبانو د حکومت له لورې د خاتم النبیین ص د پوهنتون د بندېدو په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» وایي، د طالبانو د حکومت له خوا د خاتم‌النبیین پوهنتون او د هغه د ټولو څانګو د تړلو پرېکړه، سره له دې چې دغه پوهنتون د لوړو زده‌کړو وزارت رسمي جواز درلود، «خپل‌سری اقدام، له هر ډول حقوقي توجیه څخه بې‌برخې او له علم، زده‌کړو او د اکادمیکو بنسټونو له خپلواکۍ سره د ښکاره دښمنۍ څرګندونه» ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت دوه ورځې وړاندې د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. له دې وروسته په کابل کې د دغه پوهنتون د ودانۍ او په غزني کې د هغې د نمایندګۍ دروازې وتړل شوې.

اطلاعات روز زیاتوي: د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د دغه پوهنتون د جواز د لغوه کېدو دلیل «د وزارت د پالیسۍ نه رعایتول، د اسلامي ارزښتونو سپکاوی او د پوهنتون له حیثیت او مقام څخه ناسمه ګټه اخیستنه» بللې ده.

ورځپاڼه په پای کې لیکي: طالبانو تر دې وړاندې د خاتم‌النبیین مدرسه او د تمدن ټلویزیون هم تړلي وو.  او په وروستیو ورځو کې د «راه فردا» خصوصي ټلویزیون خپرونې هم درولې او د دغه ټلویزیون امتیاز خاوند یې نیولی دی. طالبانو همداراز یو شمېر اهل تشیع او هزاره بانفوذه کسان، چې د «افغانستان د شیعیانو د عالي شورا» مشر او غړي هم پکې شامل دي، نیولي او زنداني کړي دي.

رابه شو د افغانستان هشت صبح ورځپاڼې ته

دغه ورځپاڼه بیا په یوه مطلب کې د طالبانو د حکومت د مخالفانو په انلاین غونډو نیوکه کړې ده او لیکلي دي: تر کله مجازي ناستې؟ تر کله مجازي ګواښونه؟

ورځپاڼه وړاندې لیکي: د طالبانو له واکمنېدو څه باندې پنځه کاله اوړي. په دې موده کې د طالبانو مخالفان په وار وار راټول شول، انلاین ناستې یې وکړې، اعلامیې یې خپرې کړې او له طالبانو سره یې د جګړې او سولې خبرې وکړې. وروستۍ انلاین غونډه یې هم د شهید اوونۍ او د مشهور قوماندان احمدشاه مسعود د ترور د کلیزې په مناسبت جوړه کړې وه؛ په دې غونډه کې یې یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې خبرو ته غاړه کېږدي، که نه نو درنه بیه به پرې کړي. خو پوښتنه دا ده: تر کله انلاین غونډې؟ تر کله انلاین خبرداري؟

هشت صبح زیاتوي: کله چې طالبان په تېرو څه باندې پنځو کالو کې چمتو نه شول چې له خپلو مخالفانو سره خبرو ته کېني، د خبرو لپاره د بلنې تکرار به څه بدل کړي؟ ایا یوازې پر خبرو د ټینګار له لارې هغه لوری چې په واک کې دی، بریالی دی او انحصاري ځواک لري، د خبرو مېز ته به غاړه کېږدي؟ که ځواب منفي وي، نو بل پړاو څه دی؟

ورځپاڼه لیکي: ایا بیا به مخالفین انلاین غونډه جوړوي او انلاین خبرداری به ورکوي؟ او که نظامي غوراوی به عملي کوي؟ که څه هم د طالبانو ځینو مخالفو ډلو پوځي لاره هم ازمایلې، خو هغسې چې باید اغېزمنه وي، ګټه یې نه ده لرلې.

هشت صبح لیکي: واقعیت دا دی چې سیاسي خبرداری هغه مهال اغېز لري چې تر شا یې پر سیال د بیې پرې کولو وړتیا ولري؛ که نه، خبرداری ورو ورو د فشار له یوې وسیلې په یوه «سیمبولیک کنش» بدلېږي؛ داسې چې ښايي په رسنیزه کچه پراخ انعکاس ولري، خو د واقعي قدرت په محاسباتو کې له اړین ځواکه بې برخې دی.