لویدیځه غاړه؛ چاپې، وهل ټکول او نیول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178390-لویدیځه_غاړه_چاپې_وهل_ټکول_او_نیول
اسرائیلي ځواکونو د شنبې په سهار د اشغال شوې لویدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې پراخې چاپې وهلې او د فلسطینیانو کورونه یې پلټلي دي.
(last modified 2026-09-19T10:57:42+00:00 )
Sep 19, 2026 15:26 Asia/Kabul
  • لویدیځه غاړه؛ چاپې، وهل ټکول او نیول

اسرائیلي ځواکونو د شنبې په سهار د اشغال شوې لویدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې پراخې چاپې وهلې او د فلسطینیانو کورونه یې پلټلي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو عملیاتو کې یو شمېر فلسطینیان نیول شوي او ځینې کسان وهل ټکول شوي دي، په ځینو سیمو کې ډزې هم شوې دي.

د وروستیو ورځو په ترڅ کې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو د چاپو او نیونو لړۍ هم روانه پاتې شوې ده.

د سپټمبر له۱۱مې تر ۱۷مې پورې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې د ۲۷۲ نیونو او ۱۹۱ فلسطیني کورونو باندې د چاپو راپور هم خپور شوی دی.