جنرال عبداللهي: د دښمن د احمقانه فیصلو لپاره شیبې شمیرو
پارس ټوډې- د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه قوماندان، تورن جنرال پیلوټ علي عبداللهي، دښمن ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د ازمویل شوي شي بیا ازموینه غلطۍ ده؛ مونږ د ستاسو د احمقانه پرېکړو شېبې شمېرو.»
پارس ټوډې سایټ د مهر خبري اژانس په قول راپور راکړی د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه قوماندان، تورن جنرال پیلوټ علي عبداللهي د امریکا او صهیونیسټ دښمن مشرانو ته په خطاب کې وویل: «هغه شعارونه چې تاسو یې ورکوئ، که مو د عملي کولو توان درلود، تر اوسه به مو عملي کړي وو.
تاسو په تېرو هر یوه جنګ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نسکورولو، د ایران د ټوټه کولو او له منځه وړلو په شعارونو جنګ ته داخل شوي یاست؛ خو نن خپله تاسو د له منځه تلو او نسکورېدو په حال کې یاست او قدرتمن ایران لا هم په ټینګه ولاړ دی.»
هغه زیاته کړه: «د امریکا ولسمشر ټرامپ اوس زوړ شوی او له خپل ځایه د پاڅېدو توان هم نه لري.
د امریکا ټولنه او د نیواکي سیمو(اسرائیلو) اوسېدونکي په ښه توګه پوهېږي چې تاسو جدي او بنسټیزه کمزورتیاوې لرئ. باید پوه شئ چې ستاسو بله محاسبوي غلطۍ به د تېر په پرتله له بېلابېلو او سختو ځوابونو سره مخ شي.»
جنرال عبداللهي د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ، د خلکو، د چارواکو او د پیاوړو وسلهوالو ځواکونو هوډ او ارادې ته په اشارې سره دښمن ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: «تاسو دا هوډ او اراده څو ځله ازمویلې ده او له ازمویل شوي شي بیا ازمویل تېروتنه ده.
مونږ ستاسو د احمقانه پرېکړو شېبې شمېرو.
د راتلونکي برید غږ به ډېر ژر واورېدل شي؛ هغه به تر پخوا ډېر ویجاړوونکی وي او د مخنیوي لپاره به یې د کشف او تعقیب امکان نه وي.»