له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورو شوی
پاکستان تېره اوونۍ ۳ زره او ۲۶۵ افغانان له خپلې خاورې ایستلي، په داسې حال کې چې له دې مخکې به هره ورځ شاوخوا ۴ زره کسان افغانستان ته استول کېدل.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د احصائیو پر بنسټ، پاکستان په تېره اوونۍ کې، د وږي له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې، ۳ زره او ۲۶۵ افغان اتباع له خپلې خاورې ایستلي دي.
له دې مخکې طالبانو ویلي وو چې پاکستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۷۰ زره کسان ایستلي دي؛ یعنې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۲ زره او ۷۰۰ کسان.
دغه شمېرې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو د کچې د پام وړ کمښت ښيي؛ په داسې حال کې چې له دې مخکې هره ورځ له ۲ تر ۴ زرو پورې کسان د تورخم او سپینبولدک له لارو افغانستان ته داخلېدل.
اوس مهال په دغو کښې زیاتره کسان د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.