-
زرګونه کډوال د ټرمپ د واکوالۍ پر مهال نورو هېوادونو ته ویستل شوي
Sep 22, 2026 05:07پارسټوډې ـ په فرانسې کې د یوې غیر حکومتي ادارې څېړنې ښئي چې د ډونالډ ټرمپ دویمې واکوالۍ د ۳۵ مخ پر ودې هېوادونو له حکومتونو سره د پټو تړونونو پر اساس، له ۲۵ زرو ډېر کسان ویستلي او د دې کار لپاره یې ۴۱۰ میلیون ډالر هم ځانګړي کړي دي.
-
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورو شوی
Sep 19, 2026 15:29پاکستان تېره اوونۍ ۳ زره او ۲۶۵ افغانان له خپلې خاورې ایستلي، په داسې حال کې چې له دې مخکې به هره ورځ شاوخوا ۴ زره کسان افغانستان ته استول کېدل.
-
پنتاګون په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د کمولو طرحه څېړي
Sep 18, 2026 05:48رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا پنتاګون په اروپا کې د خپل پوځي حضور د بیاکتنې په ترڅ کې د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د پام وړ کمولو پر طرحه غور کوي.
-
افغان زدهکوونکي د استوګنې د اسنادو له نیمګړتیا سره سره د زدهکړو د دوام امکان لري
Sep 16, 2026 06:24د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو د چارو څانګې مشر ووئیل؛ افغان زدهکوونکي د استوګنې د اسنادو له نیمګړتیا سره سره د خپلو زدهکړو د دوام امکان لري.
-
امریکا د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال له دغه هېواده وېستلي
Aug 30, 2026 13:44د امریکا حکومت د شنبې په ورځ لسګونه کډوال، چې ۱۲ افغان پناهغوښتونکي او د ایران اته اتباع هم پکې شامل وو، په یوه الوتنه کې د جګړې ښکېل هېواد، د مرکزي افریقا جمهوریت ته وایستل.
-
طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ
Aug 06, 2026 13:35زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲ زره او ۲۹۲ کسان پکې شامل دي، پرون افغانستان ته ورستنې شوې دي.
-
افغانستان ته د کډوالو د تجارتی مالونو لېږد رسمي تأیید ته اړتیا لري
Jul 28, 2026 14:52د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې افغانستان ته د کډوالو د سوداګریزو مالونو لېږد یوازې د اړوندې کمېټې له رسمي تأیید او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته ممکن دی.
-
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې ضروري دي
Jun 13, 2026 07:17د اروپايي ټولنې د احصاییې اداره وايي چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د دې ټولنې له غړیو هیوادونو یو میلیون افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.
-
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۳ میلیونه سوري وګړي او کابو۳ میلیونه افغانان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي
Jun 12, 2026 13:23د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته کابو ۱.۳ میلیونه سوري وګړي خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
-
امریکايي قاضي د ټرمپ حکومت د کډوالۍ محدودیتونه وځنډول
Jun 06, 2026 12:19په امریکا کې یوه فډرال قاضي د هغو محدودیتونو د پلي کېدو مخه نیولې چې د ټرمپ ادارې له لوري د یو افغان کډوال له خوا د ملي ګارد د یو عسکر له وژل کېدو وروسته لګول شوي وو.