مکرون: د هرمز تنګه لا هم تړلی دی
Sep 21, 2026 04:59 Asia/Kabul
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې د هرمز تنګه لا هم تړلی دی او د دې وضعیت له امله په نړۍ کې د انرژۍ بحران لا پسې سخت شوی دی.
مکرون دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې امریکايي چارواکو تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د هرمز تنګه پرانیستې ده او بېړۍ په کې تګ راتګ کوي.
د فرانسې ولسمشر د هرمز تنګې د پرانیستلو لپاره د ډیپلوماټیکې حللارې غوښتنه کړې ده.
د مکرون په وینا، د دې اوبلارې د پرانیستلو لپاره باید داسې حللاره وموندل شي چې د نړۍ د انرژۍ امنیت تضمین کړي.
ټیګونه