-
ترکیه د ناټو د پراخولو ملاتړ کوي
Jul 16, 2023 08:20فارس خبري اژانس راپور ورکړی د ترکیې د ولسمشر د ارتباطاتو د ادارې مشر فخرالدین التون په دې خبرې سره چې انکارا د ناټو تړون د پراخولو ملاتړ کوي وویل دغه ملاتړ د هیڅ خاص هیواد پرضد نه دی بلکې په نړۍ کښې د ثبات د تضمین لپاره دی.
-
پریګوژین د پوټین وړاندیز نه دی منلی
Jul 15, 2023 10:05د واګنر د اورپکو مشر پریګوژین د روسیې د فوځ په چوکاټ کې د فعالیت لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین وړاندیز رد کړی دی.
-
د سومالیا په پلازمینې کې دوې چاودنې شوې
Jul 15, 2023 09:59د سومالیا په پلازمینې موګادیشو کې د دوو پرلپسې چاودونو د امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
ختیځې اسیا ته د ناټو د نژدېوالې په هکله د چین خبرداری
Jul 15, 2023 13:06د چین د واکمن ګوند جګپوری چارواکی د ناټو د لاسوهونکو اقداماتو په هکله د خبرداری په ورکولو سره، وویل: دا منطقي خبره نه ده چي ناټو د اسیا د جنوب ختیځ په لور وخوځیږي.
-
د جاپان یوه شرکت لیمو والا خربوزه تولید کړه
Jul 15, 2023 12:36زمونږ خبریال راپور راکړی د جاپان د باغونو یوه شرکت له پینځو کلونو زیار او محنت وروسته د لیمو والا خربوزه تولید کړه.
-
هندوستان کښې د سرو بانجانو لپاره ساتونکي وګمارل شول
Jul 15, 2023 12:09زمونږ خبریال راپور راکړی په هندوستان کښې د ټماټرو یعني د سرو بانجانو د بیو د زیاتیدا په خاطر سبزي خرڅونکي د بانجان رومیو د حفاظت لپاره ساتونکي وګمارل چې اوس یې ویډیو او عکس په اینټرنیټ پاڼو باندې خپور شوی هم دی.
-
د کونډو او سرپرستو مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی
Jul 15, 2023 02:45د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د دوی د بودیجې کمښت د کونډو او هغو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې ښځې یې اداره کوي.
-
د نجونو او ښځو محرومیت به د افغانستان راتلونکی له سقوط سره مخ کړي
Jul 15, 2023 01:29د بشري حقونو یوه مخکښه فعاله ملاله یوسفزۍ خبرداری ورکوي چې له کار او زده کړو څخه د نجونو او ښځو محرومېدل به د افغانستان راتلونکی له سقوط سره مخ کړي.
-
په نړۍ باندې د غربیانو واکمني په ختمېدو ده
Jul 14, 2023 09:23د ناروې په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د پوهنځی استاد اعلان وکړ چي په نړۍ کې د امریکا د ولکې په له مینځه تلو سره، د غربیانو نړیوال واک په ختمېدو دی.
-
کاناډا د ۳۰۹ نورو افغان پناه غوښتونکو د لېږد خبر ورکړی
Jul 14, 2023 04:10د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وبايلي، چې څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.