د واګنر ځواکونه بیرته باخموت سیمې ته ستانه شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین پوځ ادعا وکړه د واګنر ځواکونه د اوکراین د ختیځ او د باخموت سیمې جګړې ته بیا ورستانه شوي دي.
په ختیځ کښې د اوکراین د پوځ د ارتباطاتو د قومندان مرستیال «سرهي چرواتي» پرون وویل د واګنر ځواکونه له اوکراین سره د جنګ جبهې ته بیرته ورستانه شوي دي او هغوې همدا اوس د واګنر په شان د یوې ډلې د غړیو په توګه نه بلکې په فردي ډول د روسیې د دفاع وزارت یا هغوې ته د اړونده ارګانونو لپاره کار کوي.
هغه وویل حاضردمه د واګنر د ځواکونو څو سوه کسان د اوکراین د ختیځې جبهې په بیلابیلو سیمو کښې شتون لري.
په ختیځ کښې د اوکراین د ځواکونو د ارتباطاتو د قومندان مرستیال «سرهي چرواتي» په دې خبرې سره چې همدا اوس د روسیې پوځ له اوکراین سره د جنګ په جبهو کښې د انساني ځواک له مشکل سره مخامخ دی ټینګار وکړ روسیه د هر هغه وګړي چې د ماسکو لپاره د جنګولو توان لري هرکلی کوي.
د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سلاکار میخائیلو پودولیاک هم په دې اړه وویل د واګنر د پخوانیو پوځیانو یوې ډلې د روسیې له دفاع وزارت سره نیغ په نیغه تړونونه لاسلیک کړي دي او د روسیې د عسکرو د کمښت د جبرانولو لپاره د باخموت سیمې ته استول شوي دي.