روسیه په اروپا باندې د حملې هیڅ پروګرام نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ ماسکو له اروپا سره د هیڅ ډول جګړي لپاره نه چمتو کیږي او دا ډول هیڅ جګړه په اجنډا کښې نشته.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا خبره بیګا په سن پیټرز بورګ کښې د متحدو کلتورونو د نړیوالې ټولنې د دولسمې غونډې په څنګ کښې او په روسیې باندې د وارمخکې برید د ګټور کیدا په هکله د استونیا د دفاع وزیر د وینا په هکله د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وکړه.
پوتین په ځواب کښې وویل بې شکه د اروپايي هیوادونو لخوا دغه اقدام یو ډول لمسول او د تاوتریخوالو په قصدي ډول د زیاتولو په لړ کښې دی؛ ټول او په اروپا کښې ډیر هیوادونه د روسیې فیډراسیون د حملې د انتظار په اړه خبره کوي او ادعا کوی او په همدې دلیل باید له روسیې سره جنګ او د جنګي عملیاتو لپاره چمتو شي.
د روسیې ولسمشر پوتین وویل زه غواړم یوځل بیا ټینګار وکړم مونږ له اروپا سره د هیڅ پوځي جنګ لپاره نه چمتو کیږو؛ او د جنګ هیڅ پلان نلرو او دا تر ټولو مهم ټکی دی.
له اروپا سره د تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره زمونږ لپاره هیڅ دلیل او په پریکنده توګه هیڅ حقیقي انګیزه نشته؛ له دې ورتیر چې د بالټیک حوزې د هیوادونو د چارواکو په شمول نور هیوادونه څه وایي.
د روسیې ولسمشر پوتین وویل مونږ پوهیږو چې په دغو اروپايي هیوادونو کښې د روسي ژبه خلکو د حقوقو خلاف ورزۍ کیږي، خو مونږ ته له مخکې څخه پته وه چې په کوم ډول غبرګون وښیو او د دغه موضوع لپاره مو معلوم کړچار تدوین کړی دی.
پوتین وویل مونږ به د خپلو هیواد والو د حقوقو لپاره مبارزه وکړو خو د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کښې او مونږ هیڅکله له نورو اوزارونو د استفادې کولو اراده نه ده لرلې او نه مو ترې استفاده کړې او نه به یې وکړو.